د کندز د برید د قربانیانو تدفین؛ یو شمېر لا هم ورک دي
![د کندز د برید د قربانیانو تدفین؛ یو شمېر لا هم ورک دي](https://gdb.rferl.org/a0d89033-75cd-42a4-9e2a-7d2a6c26841b_tv_w800_h450.jpg)
د کندز په ښار کې پر یو جومات د برید لسګونه قربانیان د شنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شوه. طالب چارواکو دې پېښه کې د مړو شویو شمېر ۴۶ تنه ښودلی دی. تر ۱۴۰ زیات نور په دې برید کې ټپیان شوې دي. پر شیعه لمونځ کونکې ددې هدفي برید پړه د داعش وسلوالې ډلې منلې؟ د ځینو قربانیانو خپلوان وايي، تر اوسه یې د هغوی جسدونه نه دي موندلي.