یونیسف: د افغانستان روغتیايي سکټور د زوال مخنیوي ته دې اقدام وشي
![یونیسف: د افغانستان روغتیايي سکټور د زوال مخنیوي ته دې اقدام وشي](https://gdb.rferl.org/8f284bc5-54ec-4daa-8777-b2acaeeb2815_cx0_cy19_cw0_w800_h450.jpg)
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف یو مشر وايي، د افغانستان د روغتیايي سکټور د زوال د مخنیوي لپاره باید جدي اقدام وشي.
د جنوبي اسیا لپاره د یونیسف سیمه ییز مشر جورج لاریا ادجی
(George Laryea Adjei) چې په کابل کې یې په اندراګاندي روغتون کې د ناروغو میندو او ماشومانو حالت له نږدې کتلی، پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "زه ټول شریکان رابولم، څو لاسونه سره ورکړي او دا یقیني کړي چې په ګډه په افغانستان کې د روغتیايي سکټور د زوال مخه نیسي. دا درنه بیه ده چې ښايي له کبله یې زیات ماشومان ومري."
د روغتیا نړیوال سازمان میاشت مخکې راپور ورکړی و چې له ۲،۰۰۰ زیات کلینیکونه او صحي مرکزونه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تړل شوي دي.