په عراق کې له وخت مخکې پارلماني ټاکنې وشوې
د فساد او ناسمې ادارې پر ضد تر میاشتو مظاهرو وروسته بالاخره پرون عراقیانو له وخت مخکې پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړ.
که څه هم د خلکو ګډون ټېټ ښودل شوی، خو ګڼ رأی ورکوونکو ویلي چې د شرایطو د بدلېدو په هیلهیې خپله رایه کارولې ده.
تر ماښامه د رأی اچونې مرکزونه تړل شوي و.
ګڼو فعالانو او مخالفینو دا ټاکنې بایکاټ کړې وې.
ګڼو هغو چې رایې نهدي ورکړي په دې نظر دي چې د چارواکو لهخوا د اصلاحاتو ژمنې یوازې خبرې دي عملي بڼه نهخپلوي.
هغو چې رایه ورکړې د شرایطو د بدلېدو تمه لري.
د عراق په شمال کې د موصل ښار اوسېدونکي عمر محمد اسوشیټډ پرس ته ویلي په دې هیلهیې رایه ورکړه چې د ښار ورانې سیمې یې بېرته ورغول شي.
دی زیاتوي: "که خدای کول دا ټاکنې به زموږ وضعیت رابدل کړي. په خاصه توګه زموږ د موصل د اوسېدونکو. لکه څنګه چې ګورئ د دې ښار درې پر څلورمه برخه ویجاړ شوې ده. هېڅ روغتون یا ښوونځی نهدی پاتې. موږ په یوه بدبختۍ کې یو. یوازې درې څلور پلونه کار کوي نور یې نهکوي. که خدای کول د ټاکنو پایلې به ښې وي."
د عراق له ګوټ ګوټه د پارلمان د ۳۲۹ څوکیو لپاره ۳،۴۴۹ تنه کاندیدان وو.
په عراق کې د ټولو ثبت شویو رأی ورکوونکو شمېر ۲۵ ملیونه ښودل شوی، خو د پرونیو ټاکنو د ګډونوالو شمېره بیا لا کره نهده. د راپورونو له مخې له دې چې ګڼو فعالانو او ځوانانو پرونۍ ټاکنې بایکاټ کړې وې د رأی ورکوونکو شمېر به خورا کم وي.
له دې ټولو سره سره د ټاکنو د کمېسیون د معلوماتو له مخې تمه ده تر راتلونکو دوو ورځو د ټاکنو پایلې راووځي.
د ټاکنو په ورځ د کومې لویې امنیتي پېښې راپور نهدی ورکړل شوی.
د دې ټاکنو د ښه ترسراوي لپاره حکومت په ټول عراق کې څه باندې دوه نیم لکه امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي وو.
تر ټاکنو مخکې شرایط بیا ښه نهو بلل شوي. په څو وروستیو میاشتو کې چاودنې، وژنې، د فعالانو تښتول او ځورول راپور شوي. د ګڼو دغو امنیتي پېښو پړه په هغو ډلو اچول شوې چې د ایران ملاتړ ورسره دی او په پارلمان کې هم څوکۍ لري.
په دې ټاکنو باندې د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو لهخوا څارنه هم کېدله.
د اروپايي ټولنې د څارونکي مأموریت مشرې ویولا وون کارمون ویلي تر ټاکنو مخکې زیاتې درغلۍ شوې وې او کاندیدان ګواښل شوي وو.
دا وايي: "ډېره درغلي د ټاکنو په ورځ نهده شوې. ډېره درغلي تر ټاکنو مخکې شوې. کله چې کاندیدان ګواښل شوي او له کاندیدۍ تېر شوي. کله چې رأی اچوونکي په پیسو اخیستل شوي او پيسې ورکړل شوي څو خپله رایه ورته وکاروي."
د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي بیا ویلي چې حکومتیې د ټاکنو د ښه ترسراوي لپاره پوره چمتووالی درلود او له وسه زیاته هڅهیې وکړه چې ټاکنې سمې ترسره شي.
الکاظمي پرون ډاډ ورکړ چې چاتهیې د درغلیو اجازه نهده ورکړې.
ښاغلي کاظمي وویل: " زه غواړم ټینګار وکړم چې ما او زما کابینې په ټاکنو کې سیالي ونهکړه. ما د یوه ځانګړي اړخ ، کاندید، ګوند یا سیاسي بنسټ له ملاتړ ډډه کړې. ما اجازه نهده ورکړې چې زموږ حکومت د ټاکنیزې پروسې د قوانینو د سرغړونو په وړاندې نرم وي."
عراقیانو تر دوو کلونو سختو جنجالونو او مظاهرو وروسته په پرونیو ټاکنو کې ګډون وکړ.
د ۲۰۱۹ کال له اکټوبره عراقیانو د همدې ۲۰۲۱ کال تر جولای پورې په پراخو لاریونونو او پرلتونو کې ګډون وکړ.
اکثر مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې.
مظاهرهچیانو د فساد، بېروزګارۍ، د ایران لهخوا په سیاسي چارو کې د لاسوهنو او نورو عواملو په خاطر سړکونو ته ووتل او له امنیتي ځواکونو او هغو ډلو سره لاس او ګرېوان شول چې د ایران له ملاتړ برخهمنې ګڼل کېږي.
د سلګونه کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه هم ورکړل شوي.
مظاهرهچیان او فعالان د دغو ټولو ناخوالو پړه د مخکېني صدراعظم عادل عبدالمهدي په مشرۍ حکومت باندې اچوله چې بالاخره د مظاهرو په نتیجه کې وپرځېد.