د ۳ استرالیايي سرتېرو یو افغان قاتل د قطر له توقیفه خوشې شو
د حکمتالله په نوم یو افغان سرتېری چې درې استرالیايي سرتېري یې وژلي وو، د قطر له یو توقیفځای څخه خوشې شوی دی، خو دا چې د پخواني حکومت د ملي اردو دا سرتېری اوس چېرته دی معلومات نهشته.
نوموړی په ۲۰۱۲م کال کې په یو پوځي اډه کې د درېیو استرالیايي سرتېرو له وژلو او د دوو نورو له ټپي کولو وروسته وتښتېد، خو وروسته بیا ونیول شو او په ۲۰۱۳ کال کې په اعدام محکوم شو.
د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې د استرالیا حکومت نن دوشنبه (د تلې په ۱۹مه) په یوه بیان کې وویل، د کانبېرا دریځ تل دا و چې حکمتالله باید په عادلانه ډول محاکمه شي او د خپل جنایت پرتله سزا ورکړل شي، نه دا چې بېمحاکمې خوشې شي یا عفوه ورته وشي.
د استرالیا د دفاعي ځواکونو مشر جنرال انګوس کمپبل د مشرانو جرګې یوې کمېټې ته وویل، د وژل شویو او ټپي سرتېرو کورنیو ته خبر ورکړل شوی چې دا سرتېری خوشې شوی دی.
حکمتالله تېر کال په سپټمبر میاشت کې د بینالافغاني خبرو په درشل کې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې پر اساس د افغانستان له زندانه خوشې او قطر ته واستول شو.
د قطر حکومت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.