Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2021

یونېسف: په افغانستان کې روغتیایي وضعیت بحران ته تلونکی دی

0
یونېسف: په افغانستان کې روغتیایي وضعیت بحران ته تلونکی دی

کابل ته له سفر یوه ورځ وروسته، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونېسف د اجرائیه رئیس مرستیال، په افغانستان کې روغتیایي وضعیت بحران ته تلونکی بللی.

عمر عبدي د افغانستان د روغتیايي سکټور د سقوط خبرداری ورکړی او وايي، وضعیت دومره نازک دی، که مرسته ونه‌شي، روغتیايي سیستم له‌منځه ځي.

ده تر ټولو سخته اندېښنه د هغو ماشومانو په اړه ښودلې چې له خوارځواکۍ سره مخ او اوس‌مهال په روغتونونو کې بستر دي.

یونېسف د ښاغلي عبدي له قوله یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د ژمي رارسېدو او د روغتیايي وسایلو او تجهیزاتو کمښت د افغانستان روغتیایي سیستم له ګڼو ستونزو سره مخ کړی او ترڅنګ‌یې خوارځواکي هم د یو ملیون افغان ماشومانو ژوند ګواښي.

عمر عبدي د یونېسف له سیمه‌ییز رئیس جورج لاریا اډجي سره افغانستان ته د خپل سفر پر مهال کابل کې  اندراګاندي روغتون ته تللی او وايي، د خوارځواکۍ په څانګه کې یې لسګونه ماشومان لیدلي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ و.

د یونیسف د اجرائیه رئیس مرستیال زیاتوي، که له افغانستان سره په خپل وخت بشري مرستې ونه‌شي، دا هېواد به له یو ستر ناورین سره مخ شي.

نس‌ناستی، شری او پولیو هغه نورې ناروغۍ دي چې د یونېسف اجرائیه رئیس مرستیال‌یې اندېښمن کړی او له نړیوالې ټولنې غواړي چې څومره ژر کېږي د افغانستان له روغتیايي بنسټونو سره مرسته وکړي.

هغه ویلي، وضعیت دومره ترینګلی شوی چې ښايي روغتیايي سیستم څو ورځو کې له‌منځه ولاړ شي او افغانستان له یو ستر بشري ناورین سره مخ شي.

د ماشومانو د بد وضعیت په اړه د دوی ملاتړي بنسټونه هم اندېښمن دي.

د ماشومانو او ښځو د څېړنیز بنسټ مشرې زرقا یفتلي ازادي راډیو ته وویل، ورسېدلي معلومات ښيي چې په روغتونونو او نورو ځایونو کې له ماشومانو د ملاتړ بهیر درېدلی دی.

اغلې یفتلي زیاتوي: "خوارځواکۍ سره د ماشومانو مخامخېدل ډېرې اندېښنې زېږوي. هغه زیانونه چې د خوارځواکۍ له امله ماشومانو ته رسېږي راتلونکي کې د جبران وړ نه‌دي. خوارځواکي له فزیکي او ذهني اړخه ماشومانو ته زیات زیان رسوي او راتلونکي کې به بدې پایلې ولري."

د افغانستان د روغتیایي سکټور په اړه د نړیوالو د اندېښنو په دوام، د طالبانو په مشرۍ سرپرست حکومت هم مني چې وضعیت اندېښمنوونکی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالباري عمري ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د خوارځواکۍ د مخنیوي په ګډون په یو شمېر مهمو برخو کې نړیوال بانک مرستې کولې چې اوس دا مرستې بندې شوي او بحران‌یې جوړ کړی دی.

د ښاغلي عمري په خبره، د افغانستان روغتیایي سکټور ۸۸ سلنه په بهرنیو مرستو ولاړ و چې په بندېدو سره‌یې، په ټول هېواد کې څه د پاسه ۲،۳۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

ښاغلی عمري وايي: "د روغتیا وزارت یو غیر سیاسي وزارت دی. دا باید د نړیوالو سیاسي اجنډا ته داخل نه‌شي. نړیوال بانک، روغتیايي او نور خیریه سازمونه دې په خپلې پرېکړې نظر ثاني وکړي. د افغانانو سره دې خپلې مرستې نه‌بندوي او دوام دې ورکړي. که دوی مرستې بندې کړي، موږ به له لوی ناورین سره مخ شو چې پړه به‌یې د دوی پر غاړه وي."

خو نوموړي بیا تېره ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله ښودلې وه چې ستونزې به هوارې شي.

د افغانستان د روغتیايي سکټور د زیانمنېدو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان هم اندېښنه ښودلې او ژر یې په دې برخه کې د مرستو غوښتنه کړې.

پرون په افغانستان کې د خوړو نړيوال سازمان یا "ډبلیو اېف پي" مشرې هم وویل، په دې هېواد کې د بې‌وزلۍ کچه لوړېدونکې ده او تر ۱۴ ملیونه زيات کسان خواړه نه‌لري چې دوه ملیونه‌یې ماشومان دي.

مک ګروارتي وویل، افغانستان دا مهال تر بل هر وخت د بشري بحران د مخنیوي لپاره لاسنيوي ته اړتیا لري.

ښاغلی ګروارتي وايي: "۱۴ ملیونه وګړي د وچکالۍ او جګړو له امله د لوږې او بې‌وزلۍ سره مخامخ دي چې دوه ملیونه ماشومان هم په‌کې شامل دي. موږ اندېښنه لرو چې دا شمېر به نور هم لوړ شي. د خوړو نړيوال سازمان د دې رامنځ‌ته شوي وضعیت د مخنیوي لپاره د نورو بشري مرستندويه بنسټونو سره يوځای کار کوي."

د جمهوري نظام له سقوط وروسته، له افغانستان سره نړیوالې مرستې په ټپه ودرېدې. دې کار د افغانستان ټولې برخې اغېزمنې کړې، خو تر ډېره‌یې روغتیايي سیستم وځپه.

د افغانستان له روغتیايي مرکزونو د ازادي راډیو د خبریالانو د معلوماتو پر بنسټ، همدا اوس په ډېرو روغتیايي مرکزونو کې درمل نه‌شته او خلک د روغتیاپالانو له نه‌پاملرنې هم شکایت کوي.





Губернаторы России
Москва

Собянин одобрил три проекта по программе создания мест приложения труда





Москва

Солнечные дети на сцене Кремля


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

Концерт "Отражения" к 225-летию А.С. Пушкина томичи смогут увидеть в прямой трансляции




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Ход конем. В Москве на Гоголевском бульваре открылся летний шахматный клуб

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80


Большой шлем

17-летний россиянин Даниил Саркисян разгромил Форбса из США на юниорском «Ролан Гаррос»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Книжный фестиваль «Красная площадь» стартует в юбилей Пушкина



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России