مېرکل او مکرون د اوکراین ختیځ کې د شخړې د حل لپاره هڅې پیل کړي
جرمني وایي، صدراعظمې انګېلامېرکل او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره د اوکراین په ختېځ کې د روانې شخړې په اړه په ټیلیفون خبرې وکړې.
د دې ټیلیفوني مکالمې په ترڅ کې دې مشرانو موافقه وکړه چې د بهرنیو چارو وزیران سره خبرو ته کښیني.
د جرمني د حکومت په پروني بیان کې راغلي دي چې مېرکل او مکرون پرون لومړی د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلنسکي سره د منسک د موافقو په اړه خبرې وکړې.
په دې موافقو کې د اوکرایني ځواکونو او روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو ترمنځ د اوکراین په ختېځ کې د جګړو د پای ته رسېدو غوښتنه شوې ده.
د اوکراین په ختېځ کې له ۲۰۱۴میلادي را په دېخوا جګړې روانې دي او تر اوسه تر ۱۳۲۰۰ ډېر کسان په کې وژل شوي دي.
د اوکراین د ولسمشر دفتر ویلي دي چې د خبرو اجنډا دا وه چې د اوکراین او روسیې مشران خبرو ته کښیني او جرمني او فرانسه منځګړیتوب وکړي.