جوزجان کې د اضطراري ودانۍ یو ساختمان ورغول شو
د جوزجان د کرنې ریاست له خوا د اضطراري ودانۍ یو ساختمان ورغول شو.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ورځ یې خپره کړه ویلي چې د جوزجان په دوکوه ولسوالۍ کې یې یو ساختمان د سیلابونو د ګواښونو د مخنیوي په خاطر جوړ کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې دا ساختمان یې د ملګرو ملتونو د پراختايي موسسې او د چاپیریال ساتنې د نړیوال صندوق د اقلیمي خطرونو د کمولو پروژې په مرسته (CDRRP) په ۱۱ میلیونه افغانۍ جوړ کړی چې د جوزجان د کرنې ریاست له خوا یې کارونه پای ته ورسېدل.
دا ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوې چې ۱۶ خونې او یوه د اوبو څاه لري.
د جوزجان د کرنې ریاست مسوولین وايي، د دوکوه ولسوالۍ خلک به د سیلابونو د راوتلو پر مهال به له ډېر ستونزو سره مخ وو چې اوس د دې ودانۍ په جوړېدو سره کولی شي په اضطراري وختونو کې د پنا او ښوونځي په توګه ترې کار واخلي.