کرکټ؛ د 'IPL'پایلوبه د چنای سوپرکېنګز او کلکته نایټ رایډرز ترمنځ ده
![کرکټ؛ د 'IPL'پایلوبه د چنای سوپرکېنګز او کلکته نایټ رایډرز ترمنځ ده](https://gdb.rferl.org/327443cb-a3b7-4f98-a56c-cb11167e31e8_w800_h450.jpg)
د هند د کرکټ غوره لیګ ای پي ایل پایلوبه نن ماښام د چنای سوپرکینګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو تر منځ ترسره کېږي.
لوبه په دوبۍ کې پیلېږي.
د چنای ټیم په دې هیله دی چې وکولای شي د څلورم وار لپاره د هند د غوره لیګ ګټونکی شي.
که برعکس کلکته دا لوبه وګټي نو دا به یې د هند د غوره لیګ د اتلولۍ درېیم جام وي.
دواړو ټیمونو یو وار مخکې هم په ۲۰۱۲ کال کې د هند د غوره لیګ پایلوبه لوبولې وه چې په کې کلکته نایټ رايډرز په پنځو ویکټو چنای ته ماته ورکړې وه.