Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2021

طالبان: د افغان فلم او د موسیقۍ د تولید ریاستونه بېرته فعالیږي

0
طالبان: د افغان فلم او د موسیقۍ د تولید ریاستونه بېرته فعالیږي

د طالبانو د حکومت اطلاعاتو او فرهنګ وزارت داسې مهال د موسیقۍ او افغان فلم د ریاستونو د فعالیت خبره کوي چې لسګونو فلمي لوبغاړو هېواد پرېښی دی.

له دې ډلې یاسمین یارمل هم افغانستان ته د طالبانو په بیا ځلي راتګ سره هېواد پرېښی او کډواله شوې ده.

دا وايي: "ما د طالبانو لومړۍ پړاو واکمني تېره کړې، کومه وېره چې ما د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ څخه درلوده زه یې دې ته اړه کړم چې له هېواده ووځم."

دا یوازې یاسمین یارمل نه ده چې د طالبانو په بیا ځلي راتګ او واکمنۍ سره له افغانستانه وتلې، بلکې د دې په څېر په لسګونه نور بېلابېل هنرمندان په ځانګړي ډول فلم لوبغاړي او سندغاړي یا له وېرې او یا د هنر دوام ته یې نور د زمینې د نه شتون له امله بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د هغه مرکې پر بنسټ چې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ له بنسټ اېښودونکي احمد ناصر سرمست سره یې کړې ده، یوازې له سلو زیات د دغه انسټیټیوټ زده کوونکي او استادان له افغانستانه قطر ته تللي چې ویل شوي وروسته به پرتګال ته ولېږدول شي.

کوم هنرمندان چې افغانستان کې دننه پاتې دي، دوی بیا وايي، له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي.

سندغاړي سعیدالله وفا ازادي راډیو ته وویل: "نن سبا په افغانستان کې د موسیقۍ کارونه ټول په ټپه ولاړ دي، سندرغاړي محفل ته نه شي تللی او کوم چې ځي هم په پټه او وېره ځي او ټول له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي."

طالبانو تېر ځل د خپلې واکمنۍ پرمهال پر هر ډول موسیقۍ بندیز لګولی و.

اوس هم د افغانستان له ملي ټلوېزیون موسیقي نه خپرېږي، یو شمېر خصوصي تصویري او غږېزې رسنۍ هم ورته وضعیت لري، خو په یو شمېرو کې بیا کمه خپرېږي.

دغو خصوصي رسنیو ځینو خپله ځان سانسور کړی، خو یو شمېر یې چې په ولایتونو کې دي مسوولینو او کارکوونکو یې مخکې ویلي، سیمه ییزو چارواکو دا بندیز پرې لګولی دی.

که څه هم طالبانو دا ځل په ښکاره څوک د خوښۍ په محفلونو کې له موسیقۍ نه دي منع کړي، خو خلک او سندغاړي خپله وېرېږي او داکار نه کوي.

خو تازه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د دغه وزارت په اډانه کې به د افغان فلم او د موسیقۍ د تولید ریاستونه بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي.

د دغه وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د دغو دواړو ریاستونو لپاره مشران ټاکل شوي دي او دېر ژر به یې فعالیتونه هم پیل شي.

مجاهد وایي: "دې برخو ته مو مسوولین ټاکلي دي، ان شاء الله کار به هم ډېر ژر شروع کړي، البته کوشش کوو چې کاریې د شریعت په چوکاټ کې برابر وي، د موسیقۍ برخه کې کیدای شي د ترانو برخه فعاله شي او د افغان فلم برخه کې هم موږ ځیني طرحې لرو چې تولید شي."

خو ښاغلي مجاهد د ترانو په اړه ډېر جزئیات ورنه کړل چې دا ترانې به هم د پخوانيو طالبي ترانو په شان بې موزیکه وي که څنګه؟

د طالبانو په تېر ځل واکمنۍ کې ځیني بې موزیکه ترانې چې دېرې یې دیني او حماسي وي ثبت او خپرې شوې چې دې ترانو ته عاموخلکو طالبي ترانې ویلې.

خو د یادونې ده چې د دغو ترانو ډېرۍ کمپوزونه له پخوانیو ویل شویو سندرو اخیستل شوي وه.

د فلمونو او ډرامو لوبغاړی ضیا الرحمن لالاخېل د طالبانو له خوا د افغان فلم او موسیقۍ د تولید ریاست د فعالیتونو د بیا پیل له اقدام هرکلی کوي، خو وايي: "دا زه یو نیک اقدام بولم، خو ډېر بندیزونه باید ورباندې نه وي، خو که ډېر بندیزونه او فشارونه ورباندې وي او دوی ووايي چې دې سره موافق یو او دې سره موافق نه یو، نو شاید بیا ستونزې را ولاړې شي. "

دا مهال په افغانستان کې سینمايي تولید په ټپه ولاړ او سینما ګانې تړلې دي.

یو شمېر سینماګرانو د جمعې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې او د سینما له ملاتړو وغوښتل چې د دوی د کار دوام په موخه ورسره مرستې وکړي.

افغانستان په ورستیو څو کلونو کې د فلم په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې، او د افغان سینماګرانو یو شمېر فلمونه ان نړیوالوفستیوالونو کې نندارې ته وړاندې او جایزې یې وګټلې.

دغه شان په دغه هیواد کې وروستي څو کلونه موسیقي هم ښه وغوړېده.

ښځینه او نارینه سندغاړو په زرګونه پارچې نوې موسیقي رامنځته کړه چې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او دغه شان د خصوصي تلویزونونو او راډیو ګانو له لارې به خپرېده.

ان ځینو خصوصي رسنیو د خپلو ځانګړو پروګرامونو له لارې په لسګونه سندغاړي ټولنې ته معرفي او د پرمختګ زمینه یې ورته برابره کړه.

هغه څه چې د افغان هنرمندانو په باور، اوس ورته په دغه هیواد کې دننه هیلې نشته





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о развитии столичного района Мнёвниковская пойма





Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Родители 308,9 тысячи детей в Московской области получают единое пособие


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о волонтерском движении Москвы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Большой театр

Большой театр выступит в Уфе с оперным и балетным гала-концертами




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Московские школьники завоевали медали на Азиатской физической олимпиаде

На Играх стран БРИКС выступят выпускники амурских спортшкол

4 спортивных фестиваля Москвы, которые нельзя пропустить этим летом


Ролан Гаррос

Испанец Алькарас выиграл Открытый чемпионат Франции по теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Мода

Уход за кожей летом: мнение эксперта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России