د افغانستان پخوانی صدراعظم احمد شاه احمدزی مړ شو
د افغانستان پخوانی صدراعظم احمد شاه احمدزی نن د ۷۷ کلونو په عمر مړ شو.
د هغه زوی موسی احمدزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "انجنیر صاحب له درېیو میاشتو راهیسې ناروغ و، په دې موده کې په روغتون کې بستر و چې ننیې خپل روح حق ته وسپاره."
احمد شاه احمدزی په ۱۹۹۰مو کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر خلاف په مبارزه کې له مهمو څېرو ګڼل کېده.
احمدزی د مجاهدینو د انتقالي حکومت پر مهال د څه مودې لپاره صدراعظم او بیا د کورنیو چارو وزیر پاتې شوی دی.
دی په لومړیو کې د برهانالدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال و، وروسته د عبدرب الرسول سیاف په مشرۍ له اتحاد اسلامي ګوند سره یوځای شو.