Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2021

امیر خان متقي: پر افغانستان نړیوالو بندیزونو او فشارونو د داعش روحیه پیاوړې کړې

0
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، پر افغانستان نړیوالو بندیزونو او فشارونو پر حکومت ناوړه اغېز کړی او د دې لامل شوي چې د داعش روحیه پیاوړې کړي.


امیر خان متقي که څه هم د دې فشارونو په اړه وضاحت نه‌ورکوي، خو د افغانستان د بانکي زېرمې کنګل کېدل او د نړۍ له‌خوا د دوی د حکومت په رسمیت نه‌پېژندل، د افغانانو پر حقونو تېری بولي.


ښاغلی متقي د ترکیې له اناتولي خبري اژانس سره مرکه کې په افغانستان کې د داعش وروستیو بریدونو ته په اشارې وايي، دا ډله نظامي ځواک نه‌لري، خو هڅه کېږي چې اوسنی حکومت کمزوری وښودل شي.


ښاغلی متقي زیاتوي: "داعش په افغانستان کې کوم مرکز نه‌لري، خو تبلیغات ورته کېږي چې د افغانستان اوسنی حکومت کمزوری وښيي. له بېرون پر حکومت فشارونه زیاتېږي او له دې فشارونو داعش مورال او حوصله اخلي. هغه بندیزونه چې پر افغانستان لګېدلي، لکه په رسمیت د حکومت نه‌پېژندل، دا ټول هغه څه دي چې د داعش حوصله لوړوي."


ښاغلی متقي، دا څرګندونې داسې مهال کوي چې داعش ډلې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په کابل، پروان، ننګرهار، کندز او کندهار کې بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې لسګونو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.




د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر برید کې چې د وږې په ۳مه نېټه وشو او مسؤلیت‌یې داعش ډلې ومانه ۱۳ امریکايي سرتېري هم ووژل شول.


په ورته وخت کې، د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ ویلي چې د داعش ډلې د عملیاتي تجربې درلودونکي کسان له سوریې او عراق افغانستان ته د لېږدول په حال کې دي، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې  چې ګنې طالبان به د خپل حکومت د پر مخ وړو لپاره مالي بودجه له کومه کوي؟ وايي په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې د مرستې او د امریکا له‌خوا د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د ازادېدو غوښتنه کوي.


امیر خان متقي له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، خو ګېله‌من دی چې ګنې هېڅ هېواد  هم تر اوسه د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.


خو ښکاري چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنۍ لپاره لوی واټن پاتې او لا ډېر کار ته اړتیا ده.


تازه د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل ویلي، د طالبانو یو شمېر سرپرست وزیران لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور نوملړ کې دي او دوی نه‌شي کولای حکومت‌یې په رسمیت وپېژني.




ښاغلي بورېل له سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره مرکه کې وویل، دوی اوس‌مهال له افغانانو سره مرستې کوي، نه د افغانستان له حکومت سره.


ده زیاته کړې: "موږ د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌پېژنو، خو موږ افغانان هم نه‌شو هېرولای. دا مرستې د ملګرو ملتونو د هغو ادارو له لارې کېږي چې په افغانستان کې کار کوي. اوس هم ډېر غیر دولتي سازمانونه په افغانستان کې کار کوي او موږ تر اوسه ډېرې مرستې خلکو ته رسولې دي."


د اروپا د بهرني سیاست مشر په افغانستان کې ټولنیز وضعیت د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي، امریکا او نړیواله ټولنه باید ګډ کار وکړي، څو د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز سقوط مخه ونیسي.


د طالبانو حکومت هم د افغانستان د بد اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه اندېښمن دی او د دې ناورین د مخنیوي لپاره‌یې هڅه پیل کړې، څو له نړیوالې ټولنې سره د خپلو ښو اړیکو لپاره بندې دروازې پرانیزي.


خو د دې کار لپاره باید طالبان هغه شرایط ومني چي نړیوالې ټولنې مطرح کړي دي.


بشري حقونو ته درناوی، د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار اجازه، د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړول او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون، په ښکاره هغه غوښتنې دي چې نړۍ یې له طالبانو لري.




طالبان بیا وايي، پر خپلو ژمنو ولاړ دي، خو اجازه نه‌ورکوي چې په کورنیو چارو کې یې څوک لاسوهنه وکړي، خو طالبان دا نه‌وايي چې په کورنیو چارو کې د بهرنیو له لاسوهنې د دوی هدف څه دی، ایا  دوی د نړیوالې ټولنې وضع شوي شرایط، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي؟






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России