افغانستان کې د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ پیل شوه
![افغانستان کې د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ پیل شوه](https://gdb.rferl.org/F7E79F65-D5DC-43EB-B87C-45EBC14F2C7E_w800_h450.jpg)
د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ نن پیل شوه.
د دغه ټولنې ویاند نوراغا صاحبزاده ازادي راډیو ته وویل چې په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د سرې میاشتې نړیوالې کمېتې، نړیوال فدراسیون، د ترکیې، ناروې او قطر هېوادونو استازو او د دوی رضاکارانو ګډون کړی و.
د ښاغلي صاحبزاده په خبره، د دغې اوونۍ د نماځلو هدف یادې ټولنې ته د مرستو راټولول دي: "د ځانګړې اوونۍ له نماځلو څخه موخه په تول هېواد کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې انعکاس دی او د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره د مرستو راټولول دي څو وکولای شو د بېوزله هېوادوالو لاسنیوی مو کړی وي."
د افغاني سرې میاشتې ټولنه چې یوه خپلواکه ټولنه ده، دندهیې د جګړو او طبیعي پېښو څخه اغېزمنو ته د خوراکي توکو، جامو، سرپناه، درملو، ترانسپورټي خدمتونو او د نورو په شمول د بشري مرستو رسول دي.