روسیه کې د ۱۸ کسانو د مسمومېدو د قضیې د څېړنې پر مهال دوه کسان ونیول شول
![روسیه کې د ۱۸ کسانو د مسمومېدو د قضیې د څېړنې پر مهال دوه کسان ونیول شول](https://gdb.rferl.org/d4dfc46a-2ad3-4477-96a2-a65f7f83f211_w800_h450.jpg)
روسي چارواکو د ۱۸ کسانو د مسمومېدو د قضیې د څېړنې پر مهال دوه کسان نیولي دي.
دغه ۱۸ کسان تېره اوونۍ په یکاتیرینبرګ ښار کې د منع شویو الکولو له څښلو وروسته مړه شول.
د روسیې تحقیقاتي کمېټې پرون ویلي، دغه جنايي قضیه د هغو الکولو د څښلو په اړه ده چې بوتلونو ته اچول شوي وو او بې له دې چې د خوندیتوب معیارونه په پام کې ونیول شي، د ښار په یوه مارکېټ کې خرڅېدل.
د تحقیقاتو پر مهال هڅه کېږي چې د دغو منع شویو الکولو د خرڅولو اصلي عاملان پیدا شي او د تحقیقاتي کمېټې د اعلامیې له مخې عاملان ښايي د ۱۰ کلونو د بند له سزا سره مخامخ شي.