د سوداګرۍ خونه: افغانستان کې ۶۰ سلنه صنایعې د سقوط سره مخ دي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په افغانستان کې څه باندې ۶۰ سلنه صنایعې د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
د افغانستان د سوداګری او پانګه ونې خونې رئیس توکل احمدیار ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د صنعت بازار د سقوط په حال کې دی او ډیری هغه فابریکې چې په دې برخه کې فعاله وې، د تړل کیدو په حال کې دي.
نوموړی زیاتوي، که څه هم په تېرو شلو کلونو کې د پانګې د جذب، د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د اسانتیا برابرولو او خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې پرمختګ وشو، خو د نوي نظام په راتلو سره سوداګر او صنعت کاران له جدي ستونزو سره مخ دي.
د ښاعلی احمدیار په خبره، په بانکونو کې د سوداګرو د پیسو بندېدل، د سوداګریزو توکو د رانیولو لپاره صادرونکو هیوادونو ته د پیسو دحوالو بندیدل او د اقتصادي ستونزو له امله د افغانستان په بازارونو کې د توکو د پلور راکمېدل هغه درې عوامل دي چې د افغانستان صنعت یی د سقوط له ګواښ سره مخ کړی دی.
د طالبانو حکومت د مطبوعاتو د ټیم غړی بلال کریمي که څه هم چې د صنعتی شرکتونو د ستونزه ډېره برخه د کرونا وایروس د خپرېدو له امله بولې، خو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وایي، حکومت هڅه کوي په دې برخه کې ستونزی حل کړي.