شمالي کوریا یو بل بالستیک توغندی ازمایلی
![شمالي کوریا یو بل بالستیک توغندی ازمایلی](https://gdb.rferl.org/9B2D6FE2-CB5D-4A77-A7D4-7BADC02E8B99_cx0_cy5_cw0_w800_h450.jpg)
شمالي کوریا څو ساعته وروسته له هغه یو بالستیک توغندی و ازمایه چې امریکا وویل، له دغه هېواد سره د ډپلوماسۍ په لټه کې ده.
سمندر ته د شمالي کوریا د دغه توغندي د توغولو خبر نن د جنوبي کوریا پوځ ورکړی دی.
د جاپان د سمندر غاړې ساتونکو هم ویلي چې د شمالي کوریا له خوا یې د توغندي توغول کشف کړي دي.
له شااوخوا یوې میاشتۍ کرارۍ وروسته شمالي کوریا د تېرې سپتمبر میاشتې له پيله د وسلو ازمایلو ته زور ورکړی دی.
شمالي کوریا نننۍ توغندی داسې مهال و ازمایه چې د دغه هېواد لپاره د امریکا ځانګړي استازي واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي، واشنګټن له پیوینګ یانګ سره د ډپلوماسۍ په لټه کې دی.