د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد استعفا ورکړه
![د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد استعفا ورکړه](https://gdb.rferl.org/45ef0fd2-9400-4a52-84b1-2fe264509c1b_cx3_cy8_cw79_w800_h450.jpg)
زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي له دندې استعفا ورکړې.
بېګا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دا اعلان وکړ.
بلېنکن له خلیلزاده مننه کړې چې د ده په خبره لسیزې یې د امریکا متحده ایالاتونو لپاره نه ستړی کېدونکی خدمت وکړ.
بلېنکن دا هم ویلي چې توماس ویسټ به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي دنده مخته وړي.
زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت تر رسمي پای ته رسېدو شااوخوا دوه میاشتې وروسته خپله دنده پرېښې.
خلیلزاد ۲۰۱۸ کال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټاکل شوی و.
هغه له طالبانو سره د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري عمده تړون ته زمینه برابره کړه چې په نتیجه کې یې امریکا سږ کال د اګسټ تر پایه له افغانستانه ووتله.