مسکو نن او سبا د افغانستان په تړاو د غونډې کوربه دی
مسکو نن او سبا د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه دی.
که څه هم تمه ده د روسیې، چین، پاکستان او هند استازي چهارشنبه د طالبانو د رییس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ له ورغلي پلاوي سره په مسکو کې وګوري، خو تر هغې غونډې مخکې نن حاشیوي بحثونه هم کېږي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، تر اصلي غونډې مخکې سې شنبه په ناستو کې هڅه کېږي چې د افغانستان د تحولاتو په تړاو یوه ګډ دریځ باندې موافقه ترلاسه شي.
امریکا هم دې ناستې ته وربلل شوې وه، خو بېګا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل چې د مسکو د دې اوونۍ ناسته کې امریکايي استازی ګډون نه کوي.
طالبانو ویلي چې د مسکو ناستې ته له پراخې او منظمې اجنډا او غوښتنو سره ورځي.