کرونا؛ امنیستي انټرنېشنل: د بیان د ازادۍ حق تر برید لاندې راغلی
![کرونا؛ امنیستي انټرنېشنل: د بیان د ازادۍ حق تر برید لاندې راغلی](https://gdb.rferl.org/46c30000-0aff-0242-ae0b-08d992b32346_w800_h450.jpg)
د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انټرنېشنل وايي، د کرونا وبا په راتلو سره په نړۍ کې د بیان د ازادۍ حق تر برید لاندې راغلی.
دې سازمان د بیان ازادي او د کرونا وبا د خپرېدو پر مهال ورته د متوجه ګواښونو راپور نن خپور کړی دی.
په راپور کې راغلي چې دولتونو د کرونا وبا پر مهال انتقادي غږونه غلي کړي او محدودیتونه یې د وسیلې په توګه کارولي.
په راپور کې د بیان د ازادۍ په ارزښت بحث شوی ځکه د کره معلوماتو د شریکولو ازاد بهیر کولی شي چې د روغتیايي کړکېچونو پر مهال له ستونزو سره د مبارزې او مخنیونکو لارو کې اغېزمن تمام شي.