مالیې وزارت: د لومړنیو خوراکي توکو په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی
![مالیې وزارت: د لومړنیو خوراکي توکو په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی](https://gdb.rferl.org/52358E91-71A9-494A-AADF-95F455F3864E_w800_h450.jpg)
د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې، د دوی له ادرسه د ۱۴ ډوله لومړنیو خوراکي ټوکه د مالیې د معافولو په اړه خپور شوی مکتوب ناسم بولي.
د دغه وزارت نه په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "د مالیې وزارت اړوند ټول خبرونه د دغه وزارت په وېبپاڼه، فیس بوک پاڼه او توېټر خپرېږي."
په ټولنیزو رسنیو کې چې د مالیې وزارت له ادرسه کوم مکتوب خپور شوی په کې راغلي، چې دغه وزارت د ۱۴ توکه لومړنيو خوراکي توکو مالیه چې نومونه یې هم لیکل شوي معاف کړي او ټول سوداګر او هټیوال مکلف ګرځول شوي چې د مکتوب د صادرېدلو له نېټې د یادو توکو بیې ۴۰ سلنه راکمې کړي.
دا مکتوب چې مالیې وزارت یې جعلي بولي، ورسته له هغې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو چې د کابل او بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو رسنیو سره په خبرو کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایتونه وکړل، خو مالیې وزارت وايي تدابیر شته چې باید د دغو توکو بیې راکمې کړي.