Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2021

د ځان وژونکو بریدګرو کورنیو ته د طالبانو له لوري امتیازات، ګڼ غبرګونه پارولي

0
د ځان وژونکو بریدګرو کورنیو ته د طالبانو له لوري امتیازات، ګڼ غبرګونه پارولي

د طالبانو له لوري د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې د سلګونه انتحاري حمله کوونکو چې دوی يې استشهادیان بولي له کورنیو سره د امتیازاتو ژمنه، هغه هوتل چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د دوی وسله والو پرې یرید وکړ. 

په دې حمله کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډ‌ون ۲۲ تنه ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول او طالبانو یې مسولیت هم ومانه. 

دوه ورځې وړاندې یاد نیمه دولتي هوټل ته د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په بلنه د دغه ډول حمله کوونکو کورنۍ دعوت شوې وې. 

سراج الدین حقاني انتحاري حمله کوونکي استشهادیان او شهیدان وبلل او له کورنیو سره يې د یوې یوې نومرې ځمکې د ورکړې ژمنه وکړه، خو ټولنیزو رسنیو دا ناسته له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوه. 

د اطلاعات روز ورځپاڼې مسول ذکي دریابي پر خپل ټویټر لیکلي: "د هغوی په اړه چې د کورني یو یا څو غړي يې په انتحاري حملو کې وژل شوي دي، معیوب شوي، یتیمان شوي، کونډې شوي هم باید فکر وکړو، نن شپه دا جشن، د امتیازاتو ژمنې او په رسنیو کې د دغه څېرو له لیدلو وروسته به د قربانیانو د کورنیو احساسات څه ول؟ قهريدلي؟ نا هیلي؟ بې وسه؟ او که د عدالت غوښتونکي؟" 

د فیسبوک یو بل افغان کارونکي ارین ارون لیکلي: "دا څومره دردونکې ده چې په انتحاري حملو کې د وژل شوېو له کورنیو سره د خواخوږۍ پرځای د انتحاري حمله کوونکو له عاملینو سره خواخوږي ښودل کیږي، دوی يې د دې لپاره را یوځای کړي چې ورته ووايي وویاړئ چې اولادونو مو د ځمکې په سر زرګونه انسانان ووژل او سلګونه زره کورنۍ يې بې برخلیکه کړې." 

په وروستیو څو کلونو کې سلګونه ملکیان د طالبانو په انتحاري حملو کې چې دوی يې فدايي یا هم استشهادي بریدونه بولي ووژل شول. 

داسې زیاتې کورنۍ شته چې د دغه ډول حملو له امله بې سرپرسته شوې. 

محمد ابراهیم احراري د خپل ورور چې په ۱۳۸۸ کال کې د طالبانو په یوه انتحاري حمله کې په هرات کې ووژل شول کیسه کوي. 

ورور يې خواجه عیسی نومېده چې درې اولادونه ترې پاتې شول، مشر يې شپږکلن او کشر يې د نوموړي له مرګه دوه میاشتې وروسته وزېږېده. 

محمد ابراهیم ته د انتحار کوونکو له کورنیو سره د طالبانو له لوري د امتیازاتو له ژمنې وروسته د ورور د مرګ غم بیا راتازه شوی دی: "دوی زرګونه ځوانان او مېرمنې او ماشومان شهیدان کړل، کورنۍ يې بې سرپرسته کړې، خو نن ګورو چې د انتحاري حمله کوونکو له کورنیو دا عمل نمانځل کېږي او دوی ته د شهیدانو او استشهادیانو نوم ورکول کېږي، له بدغه مرغه دا له دین او انسانیته لېرې عمل دی او هېڅ وجدان به دا ونه مني چې انتحار په اسلام کې ځای لري." 

د ملکي وګړو ترڅنګ په دغه ډول حملو کې په وروستیو کلونو کې د پرځول شوي نظام د ملي اردو او ملي پولیسو ګڼ سرتیري هم وژل شوي دي. 

د کابل اوسېدونکې فاطمه حیدري د خپل ورور چې په ملي امنیت کې يې دنده درلوده او د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د انتحاري حملې له امله ووژل شو درد لا هم ژړوي. 

دا وايي، طالبانو د دې حمله کوونکو له کورنیو سره په خواخوږۍ د زرګونه ملکیانو د وژنې مسولیت په غاړه واخیست: "د طالبانو داسلامي امارت او د کورنیو چارو وزارت له خوا د انتحاریانو قدردانۍ دا وښوده چې دوی په وروستیو کلونو کې د زرګونه ملکیانو د وژنې مسولیت مني او دوی د بې ګناه انسانانو د وینې توييدنې مسولین دي." 

خو طالبان وايي چې استشهادي یا فدايي بریدونه له بهرنیو اشغالګرو د افغانستان د ازادولو په هدف ترسره شوي دي. 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشراتو رییس او ویاند سعید خوستي ازادي راډيو ته وویل چې دغه ډول حملو کې د دوی هدف ملکیان نه وو خو په خبره یې، د ازادۍ په جګړه کې سهوا د ملکیانو وژل کېدل کومه شرعي ستونزه نه لري. 

خوستي زیاته کړه: "هغه څه چې د افغانانو فریضه او جېبه وه د خپلې خاورې ازادول وو، دا خاوره باید افغانانو له اشغال خلاصه کړې وای او اشغال يې هم پای ته ورساوه، کومې حملې چې شوي هغه پر اشغالګرو او د دوی په ملګرو شوي دي، نو که په دې حملو کې ملکیانو ته زیان رسېدلی وي، مسولیت يې د هغه چا پرغاړه دی چې دې هېواد ته يې جګړه راوستې وه، د استشهادي مجاهد هدف ملکیان نه وو بلکې بهرني اشغالګر او د دوی ملګري وو." 

ښاغلي خوستي دغه شان وویل چې د انټرکانټیننټال غونډه د استشهادي حمله کوونکو د یاد نمانځلو په هدف وه او له کورنیو سره يې د یوې یوې نومرې ځمکې د ورکړې ژمنه هم شوې ده. 

په وروستیو شلو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د دغه ډول خونړیو حملو له امله زیات شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله رسېدلې چې د یادو ډېرو هغه مسوولیت يې طالبانو منلی و. 

په امریکا متحده ایالاتو کې د برون پوهنتون د وروستیو شمېرو له مخې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د جنګ جګړو، ډله ییزو انتحاري حملو او ماین چاودنو له امله ۶۶ زره نظامیان او ۴۷ زره ۲۴۵ ملکیان وژل شوي دي. 

د یادولو وړ ده چې د طالبانو په مشرۍ د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د امریکا د 'اېف.بي.ای' د بندیزونو په تور لېست کې دی او په سر يې یو میلیون ډالره جایزه هم کېښودل شوې ده، نو ښايي همدا لامل وي چې نوموړی له رسنیو سره له مرکو او په غونډو کې د تصویر له اخېستو ډډه کوي.





Губернаторы России
Москва

Мэр Москвы направил послание ветеранам столицы





Москва

В Москве больной мальчик выпал из окна больницы и погиб


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин обратился к ветеранам Великой Отечественной войны в День памяти и скорби



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юрий Визбор

Исполнилось 90 лет со дня рождения Юрия Визбора




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Ежегодную спартакиаду «Комус» провели в Лужниках

Жена Евгения Малкина приехала в Россию

Многократный чемпион по гребле на каноэ Фирсов умер на 36-м году жизни


Анна Калинская

Калинская обыграла Азаренко и вышла в финал турнира в Берлине



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Mash: певцы начали заранее отдавать треки на экспертизу, чтобы избежать проблем



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России