په افغانستان کې د تروریستي ډلو د فعالیت په اړه د روسیې اندېښنه
![په افغانستان کې د تروریستي ډلو د فعالیت په اړه د روسیې اندېښنه](https://gdb.rferl.org/9e0cbbc7-3928-409b-b4ff-e79d611408f2_tv_w800_h450.jpg)
مسکو نن چهارشنبه د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وو. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغې غونډې ته ووېل چې د افغانستان وضعیت با ثباته نه دی او مسکو په دې اړه اندېښنه لري چې د القاعده په ګډون تروریستي ډلې بیا په دغه هیواد کې سر راپورته نکړي.
په دغه غونډه کې د طالبانو او لسو نورو هېوادونو استازو ګډون کړی.