ننګرهار کې د غېږ نیونې سیالۍ پای ته ورسېدې
ننګرهار ولایت کې د غېږې نیونې درې ورځنۍ سیالۍ نن پای ته ورسېدې.
د المپیک ملي کمېټې د مطبوعاتو مسوول مجیب قاري زاده ازادي راډیو ته وویل، په دې درې ورځنیو سیالیو کې شااوخوا سلو لوبغاړو ګډون کړی و.
ښاغلی قاریزاده وایي، د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه ولایتي سیالیو ته د غوره لوبغاړو انتخابول وو.