اردوغان د امریکا، فرانسې او جرمني په ګډون د ۱۰ سفیرانو د اخراجېدو حکم وکړ
د ترکیې ولسمشر له دغه هېواده د امریکا، فرانسې او جرمني په ګډون د ۱۰ سفیرانو د اخراجېدو حکم صادر کړی دی.
رجب طیب اردغان پرون شنبه د دغو سفیرانو وروستۍ اعلامیه "له سپین سترګۍ" ډکه وبلله او امر یې وکړ چې دا کسان باید د ده په ټکو "بې حیا" اعلان شي.
د امریکا، فرانسې، جرمني، هالنډ، کاناډا، ډنمارک، سویډن، فنلند، ناروې او نیوزیلنډ سفیرانو په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې له لارې د عثمان کاوالا د دوسیې حل او فصل غوښتی و.
عثمان کاوالا ۲۰۲۰ کال کې له هغو تورونو برائت ترلاسه کړ چې ۲۰۱۳م کال کې د دولت ضد اعتراضونو د پلانولو په تړاو پرې لګېدلي وو.
خو نوموړی د ترکیې حکومت په دې تړاو زنداني کړی چې د اردوغان پر ضد یې د ۲۰۱۶م کال کودتا کې لاس درلود.
اروپایي ټولنې هم له دې وړاندې د کاوالا د ازادېدو غوښتنه کړې ده.