لښکرګاه کې د پلونو او پلچکونو د بیا رغولو چارې پیل شوې
![لښکرګاه کې د پلونو او پلچکونو د بیا رغولو چارې پیل شوې](https://gdb.rferl.org/db08e13d-ffc2-4922-a048-f7e8f3d1568a_cx0_cy0_cw99_w800_h450.jpg)
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ښاروالۍ له لوري د هغه پلونو او پلچکونو د بیا رغولو چارې پیل شوي چې په جګړو کې وران شوي ول.
د لښکرګاه ښاروالۍ ویاند محمد طاهر ابشار وویل چې یاد پلونه او پلچکونه د ښاروالۍ په بودجه رغول کېږي.
نوموړي د هغو پلونو او پلچکونو شمېر یاد نهکړ کوم چې بیا رغول کېږي، خو ویېویل لومړیتوب هغو ته ورکوي چې د خلکو تګ راتګ پرې زیات وي.
د هلمند ولسوالۍ او مرکز لښکرګاه د طالبانو او پخواني پوځ ترمنځ د سختو جګړو شاهد وو چې پهکې ګڼې سیمې ورانې شوي.