امریکا د کولمبیایي سوداګر الوارو پولېدو د نېولو لپاره جایزه وټاکله
![امریکا د کولمبیایي سوداګر الوارو پولېدو د نېولو لپاره جایزه وټاکله](https://gdb.rferl.org/a56e52a5-5b17-44fc-bf54-122533e43f18_w800_h450.jpg)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کولمبیايي سوداګر الوارو پولېدو د نیولو لپاره جایزه وټاکله او ویېویل، د هغو معلوماتو پر وړاندې چې د ونزوئلا د ولسمشر د دغه نږدې سوداګر د نیول کېدو سبب شي، ۱۰ ملیون ډالره جایزه ورکوي.
دا ۵۷ کلن سوداګر چې له څلورو نورو کسانو سره د پیسو په سپینولو او رشوت ورکولو تورن شوی، د یوه بل کولمبیايي سوداګر شریک دی چې په جون میاشت کې د رشوت په تور ونیول شو او بیا د محاکمې لپاره امریکا ته واستول شو.
د پولېدو د اقتصادي فعالیتونو یوه برخه د ونزوئلا د حکومت د خوړو بېړنی پروګرام دی.
د امریکا حکومت وايي چې پولېدو په دې پلمه پیسې سپینوي.
نوموړی د ونزوئلا ولسمشر نیکلاس مادورو ته نږدې کس ګڼل کېږي.