د ازبکستان خلک نن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې رایې ورکوي
د ازبکستان خلک نن د خپل هېواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې رایې ورکوي.
اټکلونه ښيي چې اوسنی ولسمشر شوکت میرضیایف به بریالی شي.
میرضیایف له څلورو نورو کاندیدانو سره چې ټول د حکومت پلویان دي، په انتخاباتو کې سیالي کوي.
درېیو مخالفو سیاسي ګوندونو ته اجازه نهده ورکړل شوې چې انتخاباتو ته څوک کاندید کړي.
په ۱۹۹۱ م کال کې د ازبکستان له خپلواکۍ وروسته دا شپږم ځل دی چې په دغه هېواد کې انتخابات کېږي.
ټاکل شوې ده چې د رأی ورکولو څه باندې ۱۱ زره مرکزونه د نن شپې تر ۸ بجو پورې پرانیستي وي.
په ازبکستان کې څه باندې ۲۱ ملیون وګړي د رأی ورکولو په شرایطو برابر دي.