د غنمو په بدل کې د کار پروګرام؛ کابل کې '۴۰۰ کسانو' ته د کار زمینه برابره شوه
![د غنمو په بدل کې د کار پروګرام؛ کابل کې '۴۰۰ کسانو' ته د کار زمینه برابره شوه](https://gdb.rferl.org/34709704-4d99-4a58-b6fe-1ceb9279cd86_w800_h450.jpg)
د طالبانو حکومت په کابل کې د خوړو د احتمالي بحران د مخنیوي، د لوږې د کچې راکمولو او د کاري فرصتونو د برابرولو په هدف د یوه پروګرام د پیل خبر ورکوي.
د طالبانو حکومت چارواکي وایي، د دغه پروګرام چې د غنمو د وېش په بدل کې د کار د زمینې برابرول دي، په پیل سره ۴۰۰ کسان په کار شول.
د دې پروګرام له مخې به هره ورځ د هر کس د کار په بدل کې هغه ته ۱۰ کیلو غنم ورکړل شي.
د افغانستان د ملي پراختیا شرکت مرستیال ریاضالدین شریفي ازادي راډیو ته وویل چې یاد پروګرام د کلیو پراختیا، اطلاعاتو او فرهنګ، ملي پراختیا شرکت او کابل ښاروالۍ د چارواکو په حضور کې په کابل کې پیل شو.
د شریفي په وینا، د دې پروګرام په پيل سره به ۴۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره او په راتلونکي کې به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
نوموړي د دغه پروګرام د پیل په اړه وویل: "دا پروګرام دوه هدفه لري، لومړی هدفیې هغو کسانو ته د کار زمینې برابرول دي چې د کار په لټه کې دي او دوهم هدفیې د کابل د ځمکې لاندې اوبو مدیریت دی. موږ د کابل د غرو په لمنو کې کندې کېندو ترڅو په دغو کندو کې په ژمي کې اوبه راټولې او په اوړي کې ترې نه استفاده وشي."
ښاغلی شریفي وایي چې د دې ترڅنګ، ځینې نورې چارې هم په دې پروګرام کې شاملې دي چې لومړی به د مرکز په ځینو سیمو او وروسته به د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره په ولایتونو کې هم عملي شي.
نوموړی زیاتوي چې په دې پروګرام کې ۴۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د کار په بدل کې بهیې هغه غنم پرې ووېشل شي چې پخوا د هند او ځینو نورو هېوادونو لهخوا مرسته او په سیلوګانو کې زېرمه شوي وو.
مسؤلین وایي، د کار په بدل کې د غنمو دا پروګرام به د ملي پراختیا شرکت، کرنې او کلیو پراختیا له وزارتونو جوړ یو کمېسیون تر نظر لاندې پلی کېږي.
یاد پروګرام د کابل د ځینو اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شوی او دوې د دا راز پروګرامونو د دوام غوښتونکي دي.
د کابل دوو اوسېدونکو محسن او محبوب په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ له دا شان پروګرامونو هرکلی کوو. په داسې شرایطو کې چې ډېری خلک بېکاره دي او داسې کسان هم شته چې د خوړو ډوډۍ نهلري، د دوی لپاره د کاري زمینې برابرول یو مثبت ګام دی."
"زموږ غوښتنه دا ده چې یاد پروګرام دې سم عملي شي او د هغو کسانو لپاره دې د کار زمینه برابره شي چې په رښتینې توګه مستحق دي او خوړو ته اړتیا لري. دا یو ښه کار دی."
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنې راوروسته، د وزګاره کسانو شمېر ډېر شوی او د خلکو اقتصادي ستونزې لا پسې ډېرې شوې دي.
ملګري ملتونه وایي، د وچکالۍ له پیل سره، تر ۹۷ سلنه افغانان د لوږې له خطر سره مخ دي.
یاد سازمان په څو ځلي د دې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې له اړمنو افغانانو سره د مرستو لړۍ پیل شي، که نه نو په دغه هېواد کې به بشري ناورین رامنځته شي.