ملګري ملتونه: د افغانستان نیم وګړي به د ژمي له پیل سره د خوړو کمښت سره مخ شي
![ملګري ملتونه: د افغانستان نیم وګړي به د ژمي له پیل سره د خوړو کمښت سره مخ شي](https://gdb.rferl.org/1067b35d-eb8a-4db8-81fd-21a16f30e52a_cx0_cy5_cw0_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو دوو ادارو خبرداری ورکړی چې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي به د ژمي له پیل سره سم د غذايي موادو له کمښت سره مخامخ شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام په یوه ګډ بیان کې چې نن دوشنبې خپور شو د یو وروستي ګډ راپور په اساس وايي ۲۲،۸ ملیون افغانان به د راروانې لېندۍ میاشتې له پیل وروسته د خوړو له سختې بېامنیتۍ سره مخامخ شي.
دې ادارو خبرداری ورکړی چې افغانستان لا له مخکې د نړۍ له تر ټولو ناوړه بشري بحران سره لاس او ګرېوان دی.
د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیه رئیس ډېوېډ بیسلي ویلي دي چې په راروان ژمي کې که له افغانستان سره حیاتي مرستې ونهشي، نو ملیونونه افغانان به اړ شي چې د مهاجرت او لوږې ترمنځ یو خوښ کړي.
هغه زیاته کړه چې دا ناورین شېبه په شېبه نږدې کېږي او که پر وخت اقدام ونهشي، نو داسې یو ناوړه حالت به حتماً پېښ شي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د خلکو ورځنی کاروبار او اقتصادي فعالیت په ټپه درېدلي دي.