سوډان کې پوځي کودتا؛ پوځ صدراعظم او د کابینې یو شمېر غړي نیولي
له سوډان څخه د پوځي کودتا راپورونه رارسېدلي او ویل کېږي پوځ صدراعظم عبدالله حمدوک او د کابینې یو شمېر غړي یې نیولي دي.
د سوډان د اطلاعاتو وزارت نن سهار په یوه بیان کې وویل، حمدوک وروسته له هغه ونیول شو چې د پوځي کودتا له ملاتړ څخهیې ډډه وکړه.
د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ولکر پرتېس (Volker Perthes) وویل چې په سوډان کې د سیاسي انتقال د بهیر د زیانمنولو لپاره د کودتا په اړه د راپورونو له اورېدو وروسته ډېر زیات اندېښمن دی.
متحده ایالاتو د دې کودتا له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افریقا د ښکر د سیمې لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیفري فیلتمن پر ټویټر لیکلي دي چې دا کودتا د سوډان د اساسي قانون له اصولو او د خلکو له ډیموکراتیکو هیلو څخه سرغړونه ده.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزف بورېل هم نن پر ټویټر ولیکل چې د یو شمېر وزیرانو د نیول کېدو له راپورونو وروسته د افریقا په دې هېواد کې جریانات په ژوره اندېښنه څاري.
په سوډان کې ګډوډي د دوشنبې په ورځ هغه مهال پیل شوه چې نا پېژانده وسلهوالو د سوډان غیر نظامي صدراعظم عبدالله حمدوک په کور کې محاصره کړ.
راپورونه وايي چې د کابینې څلور نور وزیران، د حاکمې دولتي شورا یو غیر نظامي غړی، څو والیان او د ګڼو احزابو مشران هم بندیان شوي دي.
د سوډان پوځ تر اوسه په دې تړاو کوم غبرګون نهدی ښوولی.
د سوډان پلازمېنې خارطوم ته غځېدلې لارې هم د ټرافیکو پر مخ بندې شوې دي او دولتي ټلوېزیونونه حماسي سندرې خپروي.
په عین وخت کې راپورونه ښکاروي چې د سوډان د حرفې انجمن چې دغه هېواد کې د ډیموکراسۍ پلوی دی، له خلکو غوښتي چې د حاکمې شورا په وړاندې د یوې احتمالي کودتا د مخنیوي لپاره سړکونو ته راووځي.
په ۲۰۱۹ کال کې د یوه ولسي پاڅون په پایله کې د سوډان پخوانی ولسمشر عمر البشیر د پوځ له لوري ګوښه کړل شو او له هغه راهیسې دا دولت د یوې ګډې شورا چې پوځي او غیر پوځي کسان پهکې دي، اداره کېږي.
د راپورونو په حواله همدا مهال د واکمنې شورا د پوځي او ملکي غړو ترمنځ هره شېبه اختلاف او کړکېچ د زیاتېدو په حال کې دی.