د کرکټ شل اووریز نړیوال جام؛ افغانستان نن خپله لومړنۍ لوبه سکاټلند سره کوي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په روان شل اووریز جام کې نن خپله لومړنۍ لوبه له سکاټلند سره کوي.
دا لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو د شارجې په لوبغالي کې پیلېږي او افغان اتلان وایي چې له پوره چمتووالي سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله وایي، هڅه کوي نړیوال جام کې په خپلو بریاوو د افغانانو په خوله مسکا راولي.
افغان لوبډلمشر محمد نبي عیسیخېل وایي، د نړیوال جام ټولو لوبو تهیې پوره چمتووالی نیولی او هرې سیالې لوبډلې سره یې د مبارزې پلانونه جوړ کړي دي.
محمد نبي پرون یکشنبه په یوه خبري کنفرانس کې چې د کرکټ نړیوالې شورا پر فېسبوک په ژوندۍ بڼه خپرېده مینهوالو ته داسې پيغام ورکړ: "دا پنځه لوبې دي. موږ یوې یوې لوبې ته انشاءالله چمتووالی نیولی دی. د سکاټلند که بېټنګ دی یا بالېنګ دی موږ هر یوه ته بېل بېل پلان نیولی دی. زموږ کوښښ به دا وي چې د پلان په مطابق باندې لوبه مخته یوسو."
افغانستان او سکاټلند له ۲۰۱۳م کال راهیسې پنځه شل اووریزې لوبې کړي چې پنځه واړه افغانستان ګټلې دي.
دواړه لوبډلې د وروستي ځل لپاره د ۲۰۱۶ کال په نړیوال جام کې مخامخ شوې وې چې هغه مهال افغانستان په ۱۴ منډو لوبه ترې ګټلې وه.
د افغان لوبډلې توپ وهونکی نجیبالله ځدراڼ هم وایي، هڅه کوي چې په بریالیتوب سره پلان شوې لوبې مخته بوځي.
ځدران زیاتوي: "له هرې ګټې سره طبیعي ده چې د لوبډلې مورال جګېږي، انشاءالله هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې دې ورلډ کپ کې به زموږ لوبډله ښې لاسته راوړنې ولري او انشاءالله ښې لوبې به کوو."
له سکاټلند وروسته افغانستان د اکټوبر په ۲۹مه له پاکستان او بیا وروسته نیمیبیا، هند او نیوزیلنډ سره لوبې کوي.
د سږني نړیوال جام کوربهتوب متحده عربي امارات او عمان کوي.