نوې طرحه: امریکايان په خصوصي ډول افغان کډوال سپانسر کولی
![نوې طرحه: امریکايان په خصوصي ډول افغان کډوال سپانسر کولی](https://gdb.rferl.org/3B98B155-E648-46E6-AFA5-42E58AB33E8D_w800_h450.jpg)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه (د لړم ۳مه) یوه نوې طرحه څرګنده کړه چې پر اساس یې امریکايان په خصوصي ډول افغان کډوال سپانسر کولی او د امریکا په متحدو ایالاتونو کې مېشتولی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې طرحې پر اساس به، چې( سپانسر سرکل پروګرام) نومېږي، لږ تر لږه ۵ تنه د افغانانو د مېشتولو او سپانسر کولو غوښتنه کولی شي.
دا پروګرام د کډوالو برخه کې د امریکا په پالیسۍ کې یو لوی بدلون دی.
تر دې وړاندې د ولسمشر جو بایډن حکومت په پام کې لرل چې د خصوصي سپانسرشیپ پروګرام په ۲۰۲۲ کې پیل کړي.