ملګري ملتونه: سږ نژدې ۷۰۰ زره افغانان بې ځایه شوي
ملګري ملتونه وايي، سږ کال نژدې ۷۰۰ زره افغانان بې ځایه شوي دي.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږي کونکې ادارې یا اوچا د راپور له مخې، دا شمېر کسان د جنورۍ او سېپټمبر د میاشتو ترمنځ بې ځایه شوي دي.
دې ادارې په خپل پروني (دوشنبه-د لړم ۳مه نېټه) راپور کې ویلي، ډېری کسان د سختې بې وزلۍ له کبله نه دي توانېدلي چې خپلو اصلي مېنو ته بېرته لاړ شي.
دا راپور په داسې ورځ خپور شو چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې ادارې په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې په را روان ژمي کې به نژدې ۲۳ میلیونه افغانان د خوراکي موادو د کموالي له جدي خطر سره مخامخ شي.