قطر کې به د چین د بهرنیو چارو وزیر له طالب پلاوي سره ګوري
![قطر کې به د چین د بهرنیو چارو وزیر له طالب پلاوي سره ګوري](https://gdb.rferl.org/5ca44ce5-7735-46aa-8ca2-697c4128807a_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر نن سې شنبه(د لړم ۴مه) د طالبانو له پلاوي سره په قطر کې وویني.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینیین پرون دوشنبه وویل، هېواد به یې په سختو شرایطو کې له افغانستان او افغانانو سره ودرېږي: "د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم د مرستیال شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني په بلنه، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به د اکتوبر په ۲۵مه او ۲۶ مه نېټه د دوه ورځني سفر لپاره په دوحه کې وي. د دې سفر په لړ کې به وانګ يي د طالبانو د سرپرست حکومت له یوه پلاوي سره هم وویني."
د طالبانو د ريیس الوزرا مرستیال ملاعبدالغني برادر په قطر کې دی او ښايي نوموړی د چین له بهرنیو چارو وزیر سره نن وویني.