د چاپخونو مسولان: د کارونو د نشتوالي له امله خپلې چاپخونې تړو
![د چاپخونو مسولان: د کارونو د نشتوالي له امله خپلې چاپخونې تړو](https://gdb.rferl.org/05e00000-0a00-0242-db77-08d998042197_cx0_cy35_cw0_w800_h450.jpg)
د ازادي راډیويي مجلې د دې اوونۍ په خپرونه کې به واورئ چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د چاپخونو کارونه کم شوي او د چاپخونو مسولان یې اړ کړي چې خپلې چاپخونې وتړي.
په همدې اړه د دانش چاپخونې له مسوول سپین سهار سره مرکه لرو چې غواړي خپله چاپخونه وپلوري.
د طالبانو حکومت وايي، د افغان فلم او د موسیقۍ د تولید ریاست ته یې مشران ټاکلي چې د دې ریاستونو کارونه به ژر بېرته پیل کړي.
د نارويژي ـ پښتو قاموس چاپ شو. په همدې اړه د قاموس له لیکوال محمد طارق بزګر سره مرکرو.
دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ: