افغان کرکټ لوبډله خپله دوهمه لوبه کې راروانه جمعه پاکستان سره کوي
![افغان کرکټ لوبډله خپله دوهمه لوبه کې راروانه جمعه پاکستان سره کوي](https://gdb.rferl.org/05e00000-0a00-0242-e911-08d997e651ac_w800_h450.jpg)
افغانستان د سکاټلنډ له ماتولو وروسته په خپله دوهمه لوبه کې راروانه جمعه له پاکستان سره مخ کېږي.
بېګا د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په روان نړیوال شل اوورېز جام کې خپله لومړۍ لوبه په لوی توپیر ۱۳۰ منډو له سکاټلنډ وګټله.
افغانستان ۱۹۰ منډې کړې وې، خو سکاټلنډ په ۶۰ منډو اوټ شو.
افغانستان په دې بري سره د نړیوال شل اووریز جام په دوهم ګروپ کې چې د هند، پاکستان، نیوزیلنډ او سکاټلنډ ټیمونه په کې لوبیږي لومړی ځای خپل کړ، ځکه د رن رېټ په حساب یې څه باندې شپږ نمرې ګټلي چې ډېره مخینه نه لري.
تردې بریا وروسته ګڼو افغانانو او بهرنیانو د افغانستان ټيم ته مبارکي ویلې.
یو پيغام هم د پاکستان صدراعظم عمران خان ورکړی چې تمه ده د هېواد لوبډله یې دا جمعه له افغانستان سره مخ شي. هغه د افغانستان ټیم ستایلی چې په هېواد کې له ټولو لانجو او ناسمو حالاتو سره سره یې خپله وړتیا ښکاره کړه.