Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2021

پاکستان سره د افغانستان د کرکټ لوبې په اړه د ځینو افغانانو هیلې او غبرګونونه

0
پاکستان سره د افغانستان د کرکټ لوبې په اړه د ځینو افغانانو هیلې او غبرګونونه

که څه هم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه د نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله دوهمه لوبه پاکستان ته بایلوده، خو یو شمېر عام افغانان خوشبینه دي چې دغه لوبغاړي د تېرو کلونو پرتله پیاوړي دي او کولی شي د ښو هڅو او لوړ مورال په درلودو سره خپلې نورې لوبې وګتي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی زمری وایي، افغان کرکټ لوبډلې تر اوسه ښې لوبې ترسره کړي او غواړو چې په راتلونکي کې هم خپل مورال دا شان لوړ وساتي: "ډېره ښه لوبه وه، افغان لوبډلې ډېره ښه لوبه وکړه، زموږ هیله له دوی نه دا ده چې راتلونکي کې دې هم خپل مورال لوړ وساتي، څنګه یې چې یې سکاټلند او پاکستان سره یې ښې لوبې وکړې که همداسې نورې لوبې هم ترسره کړي بریا به د دوی وي."

د خوست ولایت یو اوسېدونکي بیت الله میاخېل بیا ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ملي لوبغاړو تل د افغانانو پر شونډو مسکا راوستې او لا هم همدا د کرکټ لوبغاړي دي چې د ملي یووالي ترڅنګ یې د خلکو ترمنځ د ملي یووالي د احساس په ساتلو کې مهمه ونډه ادا کړې، موږ پر خپلو ملي اتلانو ویاړو او د دوی نړیوالې سیالې تر ډېره ښې ځلېدلي او زموږ بیرغ یې په نړیوالو میدانونو کې د تل په څېر رپانده ساتلی، دوی دې نه نا هیلي کېږي ځکه زموږ ټولو افغانانو ملاتړ له ځان سره لري."

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، افغان کرکټ ملي لوبډلې ښه تمرینات ترسره کړي او هیلې شته چې پاتې نورې لوبې وګټي.

دی وايي: "د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان پر وړاندې سیالیو ته پوره چمتوالی نیولی وو، دوی ډېره ښه لوبه وکوله سره له دې چې پاکستان د نورو هېوادونو پر وړاندې تر ډېره یو اړخیزه لوبه ګټلې وه، خو افغان لوبډلې په دې لوبه کې ډېر وخت ورکړ ، په راتلونکو لوبو لپاره به افغان لوبغاړي په ښه پلان او چمتوالي د لوبو ډګر ته ووځي او انشاءالله چې خپلو هېوادوالو ته به خوشحالي ورکړي."

دا چې د افغانستان کرکټ بورډ د تېرې لوبې د نیمګړتیاوو د لېرې کولو لپاره کوم بدلونونه په پام کې لري، ښاغلی هوتک یې په اړه څه ونه ویل.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې لوبې په اړه ګڼ شمېر مینه والو، خلکو او ان د هېوادونو سیاستوالو هم پر ټویټر تبصرې کړي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې یو وخت د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان و، پر ټویټر د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو د تیرې شپې لوبې په تړاو لیکلي دي چې افغان لوبډلې په زړه پورې مسابقه وکړه او ده د افغانستان د کرکټ په څېر داسې لوبډله نه ده لیدلې چې په دومره چټکۍ سره په نړیوال کرکټ کې خپل ځان ته ځای پیدا کړي.

همدارنګه د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله پر ټویټر لیکلي: "زه د افغانستان د کرکټ ملي ټیم او د ټیم مدیریت ته د پاکستان پر وړاندې د نن شپې په لوبه کې د ښې لوبې او هڅو له امله مبارکي وایم، زه ستاسو د دقت، مسلکیتوب او ټیم کار ستاینه کوم."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوورېز کرکټ په نړیوال جام کې خپله دوهمه لوبه د پنځو ویکټو په توپیر پاکستان ته وبایلله.

‎افغانستان لومړی بېټینګ غوره کړ، په شلو اوورونو کې یې ۱۴۷ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه، خو د پاکستان لوبډله په ۱۹ اوورونو کې دې هدف ته ورسېدله، خو مخکې تر دې یې، له سکاټلنډه په لوی ټوپیر لوبه ګتلې وه.

‎د افغانستان د کرکټ نامتو ستوري راشدخان د تېرې شپې په لوبه کې خپله سلمه ویکټه واخیسته او د خپل هېواد لپاره یې یو بل ریکارډ ثبت کړ.

‎د افغان لوبډلې درېیمه لوبه به د یکشنبې په ورځ د لړم په ۹مه نېټه د نامیبیا له لوبډلې سره د ابوظبۍ د کرکټ په لوبغالي کې وي.

دغه شان افغان لوبډله په همدې پړاو سیالیو کې د هند لوبدلې سره مخ کېدونکې ده، چې د یوې جالبې لوبې وړاندوینه کېږي.





Губернаторы России
Москва

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская





Москва

Студенты Академии Игоря Крутого раскрыли свои таланты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Городские вокзалы объединяют маршруты



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Баста: товарищеский матч ФК Ростов - СКА могут провести осенью 2024 года




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

Чемпионат по служебному биатлону состоялся в столичном главке Росгвардии

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси


Ролан Гаррос

Мирра Андреева обыграла представительницу Франции Грачеву на "Ролан Гаррос"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Суд подтвердил отцовство Владимира Жириновского в отношении Олега Эйдельштейна



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России