بلوچستان حکومت: د جنسي ځورونو پېښې رپورټ کړئ
په بلوچستان کې له جنسي ځورونو څخه د ښځو د ساتنې ادارې په صوبه کې د نومبر له څلورمې څخه تر يوولسمې پورې د عامه پوهاوي کمپاين پېل کړی چې مقصد يې د ښځو ځورونې پېښو رپورټ کېدنه هڅول دي.
په بلوچستان کې له جنسي ځورونو څخه د ښځو د ساتنې ادارې په صوبه کې د نومبر له څلورمې څخه تر يوولسمې پورې د عامه پوهاوي کمپاين پېل کړی چې مقصد يې د ښځو ځورونې پېښو رپورټ کېدنه هڅول دي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د نومبر په څلورمه د سرکاري کالجونو زده کوونکو لپاره د احساس سکالرشپ په نامه د مالي مرستې څلور کلن پروګرام پېل کړ. نوموړي وويل چې دوه لکه زده کوونکو سره به مرسته کېږي چې نيمايي به يې جينکۍ وي.
د مولانا فضل الرحمن وینا وه چې پاکستان په نړیواله کچه او په سیمه ییزه کچه تنهايی ته تللی دی او دوی به یې له دې ګوښه توب راباسي.
د جمیعت علمای اسلام (ف) مشران وايي، د پاکستان رسنیو یې په اسلام اباد کې د احتجاجي ناستې په اړه هغه ډول خبریالي نه کوله چې په کار وه. همدا لامل دی چې د جمیعت غړي پر ټولنیزو رسنیو د ناستې او لاریون ویډیوګانې خپروي. خبریالان وايي، پر ټولنیزو شبکو د مذهبي ګوندونو او غړو موجودیت لوی اقدام دی. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د چېکوسلواکیا د پخواني استخباراتي پولیسو په ډاګه شوي ۳۷۰ پاڼې اسناد په لومړي ځل د کارمل د پټ ژوند کیسه کوي.
په نړۍ کې د غوزانو تر ټولو لويي ځنګل په کرغېزستان کې دی چې حکومت خوندي ګرځولی دی. په دې کې غوزان ټولول منعې دي خو خلک یې بیا هم ټولوي. په دې څنګل کې زورنه کاله زړې ونې هم شته. تفصیل يې په دې ویډيو کې وګورئ
د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف لور مريم نواز د اګست په لومړيو کې د دې هېواد د احستاب قامي ادارې (نیب) د چودري شوګر ملز د مالي راکړې ورکړې په مقدمه کې نيولې وه.
د روانې نومبر مياشت له لومړۍ تر درېمې نېټې د خيبر پښتونخوا په باړه ګلۍ کې د سيمې هنرمندانو لپاره درې ورځنۍ روزنیزه غونډه جوړه شوې وه. هنرمندانو ته وښودل شول چې څنګه د ټولنيزې ميډيا له لارې خپل هنر خلکو ته ورسوي او په دغه ترڅ کې مالي ګټې هم ترلاسه کړي. په کواټ پوهنتون کې د ژورنالېزم استاد پروېز خان هنرمندانو ته دا معلومات ورکړل. له نوموړي سره زموږ همکار هارون باچا مرکه کړې.
خیبر پښتونخوا د غنمو له کمښت سره مخامخ شوې ده او پکې اوړه ګران شوي دي. دوکانداران وايي، د دې لامل له پنجابه، پښتونخوا ته د غنمو پر وروړلو بندیز دی. د خیبر پښتونخوا حکومت دې حالت ته په کتو بیا افغانستان ته د اوړو پر وروړلو بندیز لګولی دی. د کارخانو مالکان وايي، که پنجاب بندیز ته دوام ورکوي، په صوبه کې به د اوړو بحران پیدا شي. حکومت وايي، د غنمو د زېرمو کمېدو له وجې ستونزې پیدا شوې دي خو کارخانو ته غنم ورکوي چې د اوړو بیې لوړې نه شي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ايران سرکاري رسنی وايي چې د حکومت په ملاتړ د هېواد په ۱۰۰۰ ښارونو او ښارګوټو کې لاريونونه پيل شوي دي.
د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ په اسلام اباد کې ټول ګوندیزه غونډه دوام لري چې پکې پر راتلونکې کړنلاره سلامشورې رواني دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости