خوست انځوریزامېل: د سړکونو او لښتیو رغونه، بمي چاودنه او د غلو نیونه
د خوست ښار د سړکونو او لختیو د رغولو کارونه پیل شول نجیب الله الوخېل د چارشنبې په ورځ د خوست ښاروالۍ لخوا د ښار د یو شمېر سړکونو او لښتیو د اساسي جوړولو پر څلورو پروژو کارونه پیل شول. چارواکي وايي، د دې پروژو په پلي کېدو سره به د ښار هغه سړکونه او لښتي جوړ شي، چې نورو يې اړتیا يې ډېره ده. بل لوري ته خوست ښاریان وايي، په ښار کې د بیارغونې د پروژو اړتیا ډېره ده، خوحکومت ورته لازمه پاملرنه نه ده کړې. خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزي مشال راډیو ته وویل، ښاریانو په پرلپسې توګه د ښار د سړکونو او لښتیو د اساسي رغونې غوښتنه درلوده. Читать дальше...