د مولانا فضل الرحمان پرلت پر حکومت فشار اچولی که نه؟
د پاکستان وفاقي حکومت هغه ۱۱ صدراتي فرمانونه منسوخ کړي دي چې په قومي اسمبلۍ کې یې بې له بحثه منظور کړي وو.
د پاکستان وفاقي حکومت هغه ۱۱ صدراتي فرمانونه منسوخ کړي دي چې په قومي اسمبلۍ کې یې بې له بحثه منظور کړي وو.
په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو مشران له افغان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو ادارو غوښتنه کوي، چې دوی سره د خوراکي شیانو او د ژمي لپاره د سونګ توکو مرستې وکړي. دوی وايي، وزیرستاني کډوال کاروبار نه لري او نشي کولی د خپلو کورنیو لپاره د اړتیا وړ توکي راونیسي.
د بلوچستان له کوټې ښاره د کراټې دوې لوبغاړې سمیرا حسین هزاره او صابره هزاره په پېښور کې د قامي لوبو سیالیو ته د خپلې صوبې استازیتوب کوي. سمېرا وايي که یې جنګي هنر/مارشل ارټ زده وای نو خپل پلار به یې له تښتولو ژغورلی وای. په پېښور کې زموږ خبریال عظمت علي شاه پرې ویډيو راپور کښلی.
په پيښور کې ۳۳مې قامي لوبې دوام لري چې پکې په بېلا بېلو سيالو کې لوبغاړیو برخه واخېسته. دا په تېرو لسو کلونو کې لومړې وار دی چې په پېښور کې قامي لوبې کېږي. په پنجشنبه په حیات اباد سپورټس کمپلېکس کې د تیراندازۍ سیالۍ وشوې چې پکې د خیبر پښتونخوا لوبډلې درېم ځای یووړ. د فرهاد شینواري ویډیو
په بلوچستان کې اپوزیشن ګوندونو د حکومت مخالف ازادي مارچ پر دوهم پړاو لاسپورې کړی او مظاهره چیانو په لورلايي کې د کوټې - ډېره غازي خان ترمنځ لوی سړک د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلی دی. د دې په نتیجه کې په سلګونه ګاډي د سړک دواړو غاړو ته درېدلي دي. اپوزېشن وايي تحریک له به دوام ورکوي. بلخوا د بلوچستان حکومت د لارو تړل وغندل. نور حال له کوټې د ایوب ترین په راپور کې
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости