د کابل ښځېنه موټر چلوونکې
په کابل کې ښځې موټر چلوونکې د ګوتو په شمېر دي خو ستونزې يې ډېرې دي. دوی بيا هم وايي خنډونو ته نه ودرېږي او سفر روان ساتي. په اړه یې بشير ګواښ ويډيو راپور لري.
په کابل کې ښځې موټر چلوونکې د ګوتو په شمېر دي خو ستونزې يې ډېرې دي. دوی بيا هم وايي خنډونو ته نه ودرېږي او سفر روان ساتي. په اړه یې بشير ګواښ ويډيو راپور لري.
غازي سیال تر پنځلسو پورې کتابونه چاپ شوي دي او یوشمېر یې ناچاپه هم دي. په چاپ شویو کتابونو کښې یې د یاد وړ دا دي
د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ وفاقي کابینې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د ملازمت د مودې غځولو لپاره د پوځ په قانون ارټیکل دوه سوه پنځه پنځوس کې ترمیم کړی.
د خوست د ښځو چارو ریاست مسوولینې وايي، چې د روان لمریز کال په اولو اوو میاشتو کې يې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۴ بېلا بېلې قضیې ثبت کړي دي.
د پاکستان په پوځ کې د مشرۍ موده درې کاله وي خو په دې هېواد کې ځينو ته شپږ کال او ځينو نورو تر لسو کلونو پورې د پوځ مشري کړې ده. ويډيو : رويټرز خبري اژانس
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې ددې جاج اخلو چې که سپريم کورټ د جنرال باجوه په حق يا مخالفت کې فيصله ورکړي خو ددې ټول عمل به د عمران د حکومت پر راتلونکې څه اغېز وکړي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له قانون پوه نورعالم خان اېډوکېټ،د سياسي چارو پوه ډاکټر سرفراز خان او د مشال راډیو مدير داود خټک سره څېړل شوي دي.
د عدالتي مهالوېش له مخې دا پرېکړه به د نومبر پر ۲۸مه نېته د اسلام اباد يوه ځانګړي عدالت اعلانوله. عدالت دغه پريکړه د وفاقي حکومت په درخواست کړې ده.
په کندهار کې د کوټې او کندهار یو شمېر غېږنیونکي د سیالیو لپاره راټول شوي. وايي چې له دغو سیالیو څخه يې موخه د ډيورنډ کرښې دواړو خواو ته د امن او سولې پیغام رسول دي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیو وګورئ.
د خوست په پنځو ولسوالیو ځاځي میدان، شمل دوه منده، سپيره، تڼیو او موسی خېلو په غرونو کې د زڼغوځیو او چارمغزو د نیالګیو د روزلو په خاطر د ۳۶۰ قوریو د جوړولو کار پیل شو. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.
د جميعت علمای اسلام ف يو مخکښ مفتي کفایت الله له خپلو دوو زامنو سره یوځای د خیبر پښتونخوا په مانسهره ضلعه کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې ژوبل شوی دی. د مانسهرې پوليسو وياند سهيل قرېشي ترمخه نامعلومو بریدګرو بېګا شپه ناوخته د مفتي کفایت الله موټر درولی دی او له هغه پس یې پرې د اوسپنې سیخونو ګوزارونه کړي دي. د مفتي کفایت الله ورور په مانسهره کې رسنيو ته ویلي دی چې دا حمله هغو خلکو ورباندې کړې، د چا پرضد چې به مفتي کفایت الله په ښکاره ډول خبرې کولې. نور تفصيل له اسلام اباده احمد الله راکوي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости