خېبر پښتونخوا کې هره ورځ ۴۷ ماشومان مري
په خیبر پښتونخوا کې هره ورځ ۴۷ماشومان او یوه ښځه خپل ژوند له لاسه ورکوي. روغتیا پالان وايي، د دې لویه وجه د روغتيا د اسانتياوو نيشوالی او په ټولنه کې ناپوهي ده. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
په خیبر پښتونخوا کې هره ورځ ۴۷ماشومان او یوه ښځه خپل ژوند له لاسه ورکوي. روغتیا پالان وايي، د دې لویه وجه د روغتيا د اسانتياوو نيشوالی او په ټولنه کې ناپوهي ده. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
د افغانستان د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ د ناوې کلي سلګونه کورنۍ چې کلونه وړاندې د جګړې له کبله بېځایه شوې وې، بېرته خپلې سیمې ته ستنې شوې. دغه سیمه له تېرو پنځو کلونو راهیسې د پولې له پورې غاړې د راکټي بریدونو او د طالبانو د جګړې له امله ناامنه شوې وه خو اوس بېرته حکومت پرې کنټرول ترلاسه کړی. په دې اړه دا ویډیويي راپور وګورئ.
چين د امريکا له لوري د پاکستان او چين ترمينځ د اقتصادي راهدارۍ په پروژو کې د درغليو تورونه ناسم بللي او وايي چې امریکا خپل سياسي لومړیتوبونه په پام کې نيولي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي له وسله والو طالبانو سره پر نوې موافقه کار کوي. ولسمشر ټرمپ دا خبره د نومبر پر ۲۲مه د امریکا له فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې کړې ده.
په مومندو کې د شهید بانډې، پټۍ بانډې او میا پټي اوسېدونکي وايي، د مومندو ډېم د دوی ۳۲۰۰۰ جریبه ځمکو ته د نهر په ایستلو ډېر خوشحاله دي چې د اوبه خور محکمې لخوا جوړېږي. ځايي ولس وايي چې دغه نهر ته يې څه باندې ۴۰ کاله انتظار کړی دی. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي راپور وګورئ.
د افغانستان څه باندې ۳۰۰ هغه زده کونکي چې په سکالرشپ او يا په شخصي لګښت يې د اسلام اباد په بېلا بېلو پوهنتونونو کې داخلې اخيستې، د هغوی لپاره د نومبر پر۲۲مه د ښه راغلاست غونډه وشوه چې پکې د نړيوال اسلامي پوهنتون او قايد اعظم پوهنتون یو شمېر افغان زده کوونکو، د پاکستان لوړو زدکړو کميسيون غړيو او په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکو ګډون کړی وو. په دې اړه د احمد الله او عمرن يونس ویډیويي راپور وګورئ.
د جمعیت علما اسلام په مشرۍ کې حکومت ضد احتجاج ته اوس اونیزه بڼه ورکړل شوې ده. د نوې پرېکړې له مخې به هره جمع د حکومت پرضد
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости