د غزني والي ویاند: په قره باغ کې ۵پولیس وژل شوي
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د یاد ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو په حمله کې ۵ پولیس وژل شوي دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د دغه خبر په تائید سره ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه پر یادو امنیتي پوستو حمله وکړه. نوموړی وايي چې د یادو بریدونو پرمهال ۹ تنه طالبان هم وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه هم د دغه ولایت پر خواجه عمري ولسوالۍ د طالبانو په حمله کې د چارواکو د معلوماتو له مخې د ولسوال په ګډون ۱۴ پولیس او دولتي مامورین ووژل شول.