په کندز کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهېر پیل شو
په کندز کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکونو لپاره د نوم لیکنې بهېر پیل شو د کندز والي عبدالجبار نعیمي په داسې حال کې چې د دې ولایت د یوشمېر دولتي ادارو چارواکي ورسره ملګري وو، د ولایت مقام ته نېږدې د نوم لیکنې مرکز ته ورغی او نوم لیکنه یې وکړه او دغه بهېر یې رسماً پیل کړ. ښاغلي نعیمي پر خلکو غږ وکړ چې د راتلونکې ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو کې د برخې اخیستو په هدف، خپل نومونه ثبت کړي او په دغه ملي بهېر کې برخه واخلي. د والي په خبره چې په دغه ملي بهېر کې هیچاته د لاسوهنې... Читать дальше...