د غورځنګ مشر منظور پښتین ته زرګونه کسانو هرکلی ووایه
د غورځنګ مشر منظور پښتین ته زرګونه کسانو هرکلی ووایه. نوموړي جلسې ته په وینا کې وویل، غوښتنې یې نه دي منل شوي نو ځکه ولسي غونډو ته دوام ورکوي. ویډیو وګورئ.
د غورځنګ مشر منظور پښتین ته زرګونه کسانو هرکلی ووایه. نوموړي جلسې ته په وینا کې وویل، غوښتنې یې نه دي منل شوي نو ځکه ولسي غونډو ته دوام ورکوي. ویډیو وګورئ.
د بغلان ولايت چارواکي وايي، مرکز ته نېږدې پر يوه مسافروړونکي موټر د سړک غاړې ماين په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه وژل شوي دي. په دې چاودنه کې چې د مرکز پلخمري په خواجه الوان سيمه کې شوې، د موټر څلور تنه نوره سورلۍ ټپيانې شوي دي. د پوليسو د امنيه قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع ازادي راډيو ته وويل چې پېښه نن تر غرمې مخکې شوې ده. شجاع وايي، په موټر کې سپاره کسان د سيمې يوه کلي ته د فاتحې ته روان وو. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پر دې پېښه خواشيني ښوولې ده.
د ايران په قضائيه قوې پورې تړلي خبري اژانس ميزان انلاين راپور ورکړى چې پوليسو د تهران پخوانى څارنوال نيولى دى. دى د يوه نيول شوي بندي د وژنې په قضيه کې له دوه کلن بند سره مخ دى. دغه زنداني په ٢٠٠٩ میلادي کال کې د حکومت ضد پراخو اعتراضونو پر مهال نيول شوى و. ميزان انلاين نن یکشنبه د باخبرو سرچينو په حواله راپور ورکړى چې سعيد مرتضوي د دغه هېواد په شمال کې نيول شوى دى. د تهران پخوانى څارنوال مرتضوي د يوه زنداني د وژنې په قضيه کې د دخالت په تور د ٢٠١٧میلادي کال په نوامبر کې په دوه کلن بند محکوم شو. Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، نن سهار د کابل په لوېدیځ کې په یوې چاونه کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان شوي دي. خو عیني شاهدان مرګ ژوبله تر دې زیاته ګني. ویدیو: تمیم اخګر او ابراهیم صافی اېډېټ: تمیم اخګر
د پښتون ژغورنې غورځنګ د لاهور جلسې ته له خېبر پښتونخوا، قبایلو او د پلوچستان له پښتون مېشته سیمو څخه سلګونه فغالان ورغلي دي. هلته د پنجاب فعالانو هم په جلسه کې د ګډون اعلان کړی. د موچي ګېټ میدان ته ورغلیو خلکو نعرې ووهلې. ویډیو وګورئ.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو مهال وېش اعلان کړ....
ولسمشر محمد اشرف غني او د متحده عربي اماراتو چارواکو په کابل کې د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان ښارګوټي...
نور باید د پلاسټیک استعمال ته نه وویل شي. د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د ځمکې نړیواله ورځ له واټونو نه د پلاستیکي کڅوړو په راټولو سره ولمانځله. نور حال په دغه ویډیو کې واورئ. ویډیو او ایډیټ: سباوون کاکړ
د افغانستان برښنا شرکت د باميان او مرکزي ولايتونو ترمنځ د برښنا رسولو او وېش درې موافقې لاسليک کړې. د دغه شرکت وياند وحيد الله توحيدي ازادي راډيو ته وويل چې دغه قرداردادونه په ارګ کې د برښنا شرکت د اجرائيه مشر امان الله غالب او درېيو کمپنيو ترمنځ لاسليک شول: "يوه له دوشي څخه تر باميان پورې د برېښنا رسولو پروژه ده، بله د برېښنا د وېش شبکه ده چې دا مهال د ٢٠زره کورونو لپاره طرحه شوې او ممکن په راتلونکي کې دا شمېر ٣٠٠زره کورونو ته زيات شي، درېيمه د سب سټېشن د جوړښت موافقه وه چې لاسليک شوه." ښاغلى... Читать дальше...
د الکوزي احمدشاه ابدالي «فرسټ کلاس» سیالیو په لړ کې نن دری سیالۍ تر سره کېږي. دا سیالۍ له درېیو ورځو وقفې وروسته نن په ننګرهار، کونړ او خوست لوبغالو کې پیل شوې. د الکوزي احمدشاه ابدالي «فرسټ کلاس» سیالیو پنځه ویشتمه لوبه په ننګرهار کې د مس عینک او امو ترمنځ شپږ ویشتمه لوبه بیا په کونړ کرکټ لوبغالي کې د کابل او بند امیر ترمنځ او اویشتمه لوبه بیا په خوست کې د بوست او سپین غر لوبډلې تر منځ پیل شوي. د کرکټ بورډ ویبپاڼې د معلوماتو له مخې تر اوسه ټولو لوبډلو اته اته لوبې تر سره کړي او بند امیر لوبډله... Читать дальше...
اتلس کلن افغان لوبغاړي قاسم حمیدي د پاراالمپیک لامبو وهلو په سیالیو کې د طلا مډال وګاټه. د المپیک د ملي کمېټې د معلوماتو له مخې حمیدي د جمعې ورځې په دغو سیالیو کې د سل مترو په فاصله کې د تېز لوبغاړي په حیث وپېژندل شو. دا سیالۍ چې په ایندیاناپولېس کې ترسره کېږي پکې له ۱۷ هېوادونو نه ۱۹۸ لوبغاړو ګډون کړی دی. د بریا اړوند په یوه بل خبر کې افغان فري فایټر سیر بهادرزاده په امریکا کې خپل برازيلی سیال لیوان چاګاس په ګونډو کړ. دغه ۳۴ کلن افغان لوبغاړي تردې مهاله ۳۰ ازادې سیالۍ کړي چې په ۲۴ کې یې... Читать дальше...
په افغانستان کې د انتخاباتو د څار بنسټونه وايي چې د رأیه ورکوونکو د نوم لیکنې کامیابه بهیر د حکومتي چارواکو اندېښنو نه بلکې د دوی عملي اقداماتو ته اړتیا لري.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې د رسنیو رول مهم دی او باید دوی په برخه کې رغنده ونډه واخلي. ښاغلي عبدالله د يکشنبې په ورځ په کابل کې د رسنیو ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې رسنۍ باید خلکو ته د انتخاباتو د اهمیت او ارزښت په اړه معلومات ورکړي څو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړي: "د عامه پوهاوي او د انتخاباتو د اهمیت په اړه خلکو ته د معلوماتو رسولو په برخه کې د رسنیو رول ډېر مهم دی." ښاغلی عبدالله وايي، د انتخاباتو... Читать дальше...
د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع قانون داسې مهال توشېح کېږي چې د یو شمېر راپورونو پر بنسټ، په...
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو غړی وايي، کمېسیون غواړي د جمهوري ریاست انتخابات د راتلونکې کال د حمل د میاشتې پر ۱۶ نېټه...
ټاکل شوې چې نن د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په تورانټو کې په خپله غونډه کې ...
ارمنستان د اعتراضونو مشر نيکول پاشينيان په پلازمېنه يريوان کې نيول شوى او د پوليسو مرکز ته لېږدول شوى دى. دى له صدراعظم سرژ سرکسيان سره تر ناکامو خبرو لنډه شېبه وروسته ونيول شو. په پارلمان کې د اپوزېسيون غړي ساسون ميکايلان هم مخکې تر دې چې د بلواضد پوليسو له خوا ونيول شي، خبريالانو ته وويل، خلک بايد نيکول پاشينيان خوشې کړي. دا په داسې حال کې ده چې په ارمنستان کې د لسمې پرله پسې ورځې لپاره په دغه هېواد کې د سرکسيان له خوا پر قدرت د منګولو ښخولو په اعتراض پراخې مظاهرې روانې دي. سرکسيان چې لس... Читать дальше...
ایران خبرداری ورکړی چې که متحدایالات له تهران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې ووځي، نو خپل اټمي فعالیتونه ...
د ننګرهار د سرحدي ځواکونو چارواکي وايي، له پاکستان څخه يې دغه ولايت ته د وسلو د لېږد مخه نيولې ده. په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال محمد ايوب حسين خېل نن په جلال اباد کې يوه کنفرانس ته وويل چې په دې تور يو تن نيول شوى هم دى: "زموږ درېيم ټولي په دوربابا ساحه کې هغه تن ونيوه چې غوښتل يې ۵ ميله روسي کلاشینکوفونه او ۵ میله تفنګچې له پاکستانه افغانستان ته راوړي؛ په يوه سراچه موټر کې يې په خاص مهارت سره ځای په ځای کړي وو." ښاغلي حسين خېل وويل، ډيورند کرښې ته څېرمه يې نورې پوستې ځای پر ځای... Читать дальше...
د فارياب ولايت امنيتي چارواکي وايي، په قيصار ولسوالۍ کې ٣ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان دي. د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل چې دغو وسله والو طالبانو ته د هوايي ځواک په حملو کې مرګ ژوبله اوښتې ده. ښاغلى يورش وايي، دغه وسله وال طالبان د مولوي حميد الله او مولوي خداداد چې په بلوڅ مشهور و، په مشرۍ د تروريستي ډلې غړي وو. وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
روسي چارواکي وايي، د شمالي قفقاز په ناکراره جمهوريت داغستان کې ٩ افراطي وسله وال د پوليسو له خوا وژل شوي دي. ادعا شوې چې دغو کسانو غوښتل په مې مياشت کې د عمومي رخصتيو پر مهال تروريستي اعمال پلان کړي. د روسيې ترورېزم ضد کمېټې پرون په خپل ويبسايټ کې خبر ورکړى، دوى ته معلومات رسېدلي چې دغو وسله والو چې غوښتل راروانه مياشت کومه حمله وکړي، د داغستان په دربنت سيمه کې پټ شوي وو. دا د داغستان په جنوب کې دويم لوى ښار دى چې اکثريت اوسېدونکي يې مسلمانان دي. ترورېزم ضد کمېټې ويلي، پوليسو د مشکوکو کسانو... Читать дальше...
د ننګرهار د کرنې ریاست وايي، د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې له پنځه زرو نه ډېر کسان چې ښځې او نارینه دواړه به کې شامل دي د ګلاب ګل په کر او حاصلاتو لګیا دي. د دغه ولایت د کرنې رئیس رفیع الله رحیمزي نن ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال له ۱۵۰۰ جریبو نه په ډېره ځمکه د ګلاب بوټي کرل شوي چې د ده په وینا د بزګرانو پر اقتصادي وده به ښه اغېز وکړي. دی وايي چې د ګلاب دا ګلان د جلال اباد ښار په دوو فابریکو کې پروسس کېږي او د چای او عطر په شکل له هېواده بهر صادرېږي. د ښاغلي رحیمزي په خبره د ګلابو یو لېټر عطر... Читать дальше...
ټاکل شوې چې سبا د کابل په بابر بڼ کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د کار د نړیوال سازمان په همکارۍ د کار ملي نندراتون جوړ شي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه یو ورځني نندارتون هدف چې د کار د ملي کنفرانس تر څنګ جوړېږي کارموندنه او بازار موندنه ده. دی وايي، په دغه نندارتون کې شااوخوا اتیا کمپنۍ ګډون کوي چې په خپلو کمبودو پوستونو کې به یو شمېر کارکوونکي هم استخدام کړي. د ښاغلي پسرلي په خبره دا ډول نندارتونونه له ځوانانو... Читать дальше...
د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د نا امنیو او پيل شویو تصیفوي عملیاتو له امله سلګونه کورنۍ بېځایه شوي دي....
د افغانستان د روغتيا وزارت وايي، په کابل کې د نننۍ ځان وژونکې حملې د قربانيانو شمېر زيات شوى دى.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости