د کابل پرلت کوونکي په افغانستان کې ۳ میاشتنی اوربند غواړي
د کابل پرلت کوونکي په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو اړخونو د درېیو میاشتو لپاره د اوربند غوښتنه کوي. دوی د شنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال وویل چې د سولې او افغان ژغورنې په نوم روان پرلتونه ناپييلي ولسي حرکتونه دي چې په جنګ کې له ښکېلو اړخونو سره هېڅ تړاو نه لري او په ټولو يو شان د اوربند او سولې غږ کوي. د کابل پرلت يو غړی احمدالله وزیري وایي: "د افغانستان په جنګ کې درې لوري ښکېل دي، طالبان، افغان دولت او د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه، موږ په درېواړو يوځايي غږ کوو چې حد اقل... Читать дальше...