Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2018

Новости за 30.04.2018

د ازادي راډيو دوه خبریالان او یوې همکارې د وژل کیدو په اړه د ازادي رادیو د ریس پیغام

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ازادي راډیو د دفتر خبریالان سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او یوې همکارې محرم درانۍ د نننۍ حملې قربانیان وو. محرم درانۍ ته تازه د ښځو لپاره د ازاډي راډیو د اونیزې( نیمې نړۍ ) خپرونې د جوړولو دنده سپارل شوې وه، چې مرګي د لومړنۍ خپرونې جوړلو ته هم پرېنښوده.

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د کابل په غبرګو حملو کې د ازادي راډيو د درو همکارانو په ګډون تر پنځويشتو زیات کسان ووژل شول. د فرانسې ولسمشر او د ايران ولسمشر توافق کړی چې د ايران د اټومي موافقې د خونديتوب لپاره به په ګډه کار کوي. دا او نور مهم خبرونه په ازادي سټوډیو کتلی شئ چې د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون خپریږي.

د جوزجان په اقچه کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځان وژلی

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان په اقچه ولسوالۍ کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځان وژلی دی. د جوزجان د ښځو چارو رئیسې نجیبې قریشي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د اقچې ولسوالۍ دا اوسېدونکې فوزیه نومېده چې له دولسم ټولګي فارغه وه او کار یې کاوه. د قریشي په وینا، د فوزيې د ځان وژنې علت لا نه دی څرګند، خو په ابتدايي رپوټونو کې څرګنده شوې چې هغې بېګا په توفنګچه ځان ویشتی دی. د جوزجان د ښځو چارو رئیسې وویل چې په وروستۍ یوه نیمه میاشت کې دا په هغه ولایت کې د ښځو د قتل او ځان وژنې څلورمه پېښه ده.



په خوست کې د بي بي سي سیمه ییز خبریال ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

نن د دوشنبې په ورځ شااوخوا څلور بجې د خوست د مرکز اړوند د متون د درکوټیو په سیمه کې نا معلومو وسله والو له لورې، د بي بي سي راډیو سیمه ییز خبریال احمد شاه ووژل شو. د خوست سیمه ییزو مسؤلینو ازادي راډیو ته وویل چې احمدشاه کلي ته پر لاره و چې د دوو موټرسایکل سپرلو له لورې ورباندې برید وشو. د چارواکو په وینا، نوموړی لومړی ټپي و، خو وروسته يې د ژورو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه. امنیتي چارواکو وویل چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي چې له بشپړولو وروسته به له رسنیو سره شریکې شي. دا په داسې حال... Читать дальше...

سرپل کې له ۶۰ زیات انتخاباتي مرکزونه د ناامنۍ له امله تړل شوي

Pa.azadiradio.com 

په سرپل کې حکومتي چارواکي وايي چې تر ۶۰ زیات انتخاباتي مرکزونه د امنیت د خرابوالي له امله تړل شوي دي. د سرپل د والی ویاند ذبیح الله اماني نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په ابتدا کې هلته ۱۴۹ مرکزونه د رأیې ورکوونکو د نومونو د ثبت لپاره په نښه شوي وو. اماني وویل، د نومونو د ثبت مرکزونه د ښار په ځینو برخو او څلورو ولسوالیو کې تړل شوي دي. په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د میزان په ۲۸مه پلان شوي دي. د سرپل د والي ویاند وویل چې لږترلږه ۱۵ نور مرکزونه هم دخطر په سیمه کې دي او د تړل کېدو وېره یې زیاته ده.



چارواکي: د کندهار په دامان کې په یوه حمله کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې امنیتي چارواکي وايي، په دامان ولسوالۍ کې نن دوشنبه پر بهرنیو ځواکونو په انتحاري حمله کې ۱۱ ملکي وګړي چې زیات په کې ماشومان دي، ووژل شول. په حمله کې د شپږو بهرنیو عسکرو او دوو افغان عسکرو په ګډون، ۱۷ ملکي وګړي زخمیان شوي دي. د کندهار د امنیې قوماندان د دفتر مسئول نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې حمله د افغانستان د امنیتي ځواکونو یوې پوستې ته نېږدې وشوه. د کندهارد دامان ولسوالۍ د عبدالله کاریز په سیمه کې د نننۍ حملې ځای ته نېږدې د خلکو کورونه وو او له امله یې زیات کوچنیان وژل شوي دي. Читать дальше...

چارواکي: د جوزجان په خماب کې طالبانو ۱۱تنه تښتولي

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان کې چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په خماب ولسوالۍ کې ۱۱تنه اوسېدونکي تښتولي دي. د خماب ولسوالۍ امنیه قوماندان غلام نبي فرهنګ نن دوشنبه ازادي راډیوته وویل چې وسله والو طالبانو دا وګړي د شبرغان او خماب پر سړک د دیوقلعه په سیمه کې له موټره ښکته کړي او نامعلوم ځای ته یې بیولي دي. د امنیې قوماندان په وینا، وسله والو طالبانو یو عسکر هم وژلی او درې تنه یې له ځانه سره بیولي دي. د تښتول شویو وګړو برخلیک لا نه دی څرګند شوی. وسله والو طالبانو پردې مسئله خبرې نه دي کړې.

د کندز چارواکي د قلعه‎زال د اقتپې بازار د بېرته نيولو خبر ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې نن دوشنبه سهار افغان کومانډو ځواکونو د قلعه‎زال ولسوالۍ د اقتپې بازار بېرته نيولی او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي. د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دغو پوځي عملیاتو کې ۱۱ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ګڼ شمېر یې هم ټپیان شوي او تصفیوي عملیات لاهم په سیمه کې دوام لري. نوموړي زیاته کړه چې دغه عملیات به ترهغه وخته پورې په سیمه کې جریان ولري، څو چې د قلعه‎زال ولسوالۍ ټولې سیمې د دولت ضد عناصر له شتون څخه نه وي پاکې شوي. Читать дальше...

ننګرهار چارواکي: عملیاتو د داعش ډلې ۱۵ وسله‎وال وژلي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دوو بهرنيانو په ګډون د داعش ډلې ۱۵ وسله‎وال وژل شوي دي. د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپانه کې وايي، دا وسله‎وال پرون یکشنبې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګجړه، سرکې، مياجي بابا او منځي سيمو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي او همدا راز په ترڅ کې یې د دې ډلې یوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم له منځه تللي دي. خبرپانه زیاتوي چې په‎دې عملیاتو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه‎دی اوښتی.


Музыкальные новости
Игорь Бутман

Бутман и Долина приняли участие в Akra Jazz Festival в Турции





Rss.plus
Сергей Собянин

Сергей Собянин рассказал о новых трамвайных линиях в Москве




В Приморье остановили поезд «Москва-Владивосток» после сообщения о минировании

Соратница Пригожина Кацман рассказала о работе его пула накануне мятежа

Общественный центр построят в Солнцевском районе

Ефимов: Москва выделила свыше 550 гектаров земли для реализации масштабных инвестпроектов




باس: امریکا په افغانستان کې د بشر دوستانه هڅو لپاره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا سفیر پرون یکشنبه اعلان وکړ چې هېواد يې په افغانستان کې د بشر دوستانه هڅو لپاره ۳۷ میلیونه ډالره مرسته کوي. جان باس دا مالي مرسته د امریکا په سفارت کې د انځورونو یوه نندارتون ته په وینا کې اعلان کړه. د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په‎دې نندارتون کې ګډون کړی و. د امریکا د سفارت په اعلامیه کې په‎دې اړه راغلي چې دا ۳۷ میلیونه ډالر به له جګړو څخه پر اغېزمنو خلکو، له پاکستانه په تازه راستنو شوېو کډوالو او په طبیعي پېښو کې د ځپل شوېو کسانو په اړتیاوو ولګېږي. د... Читать дальше...

بس: امریکا په افغانستان کې د بشر دوستانه هڅو لپاره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا سفیر پرون یکشنبه اعلان وکړ چې هېواد يې په افغانستان کې د بشر دوستانه هڅو لپاره ۳۷ میلیونه ډالره مرسته کوي. جان بس دا مالي مرسته د امریکا په سفارت کې د انځورونو یوه نندارتون ته په وینا کې اعلان کړه. د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په‎دې نندارتون کې ګډون کړی و. د امریکا د سفارت په اعلامیه کې په‎دې اړه راغلي چې دا ۳۷ میلیونه ډالر به له جګړو څخه پر اغېزمنو خلکو، له پاکستانه په تازه راستنو شوېو کډوالو او په طبیعي پېښو کې د ځپل شوېو کسانو په اړتیاوو ولګېږي. د امریکا... Читать дальше...

د ژورنالېستانو د حقونو مدافع ټولنه: د ارغند د وژنې څېړنه دې وشي

Pa.azadiradio.com 

د ژورنالېستانو د حقونو یوې مدافع ټولنې پر حکومت غږ کړی چې د کابل نیوز ټلوېزیون د خبریال عبدالمنان ارغند د وژنې په اړه جدي څېړنې وکړي. ارغند تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په کندهار کې د نامعلومو وسله‎والو په ډزو ووژل شو. د کندهار امنیه قوماندانۍ ویلي چې د ارغند د قتل په تور یې یو تن نیولی او تورن خپل جرم هم منلی دی، خو د خبریالانو د حقونو مدافع ټولنه- کابل پرېس کلپ وايي، ځینې چارواکي هڅه کوي چې د ارغند د قتل قضیه له خلکو هېره کړي. د دې ټولنې مشر عزیز احمد تسل چې د ژورنالېستانو او حکومت د ګډې... Читать дальше...

فرانسه او ایران: د اټمي موافقې په اړه به په ګډه هڅې کوو

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې او ایران ولسمشرانو پرون یکشنبې په یوه ټیلیفوني تماس کې موافقه وکړه چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د پرځای ساتلو لپاره به په ګډه هڅې کوي. د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ پرون وویل، جمهور رئیس امانوئل مکرون خپل ایراني سیال حسن روحاني ته پیشنهاد وکړ چې په اټمي موافقه کې باید د درې اړینو موضوع ګانو د ور زیاتولو په اړه خبرې وشي. الیزې ماڼۍ ویلي، ولسمشر مکرون ویلي چې د ایران د بالستیک توغندیو، له ۲۰۲۵ میلادي کال وروسته د ایران د اټمي فعالیتونو او په منځني ختیځ کې د اساسي شخړو مسئلې هم باید د ۲۰۱۵... Читать дальше...



Москва

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Долина, Бутман и его оркестр представили Россию на Akra Jazz Festival в Турции




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open


Ролан Гаррос

Синнер повторил достижение Джоковича и Надаля по победам на "Больших шлемах"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России