د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ازادي راډیو ته له طالبانو سره د شوې توافقنامې په اړه معلومات ورکړې دي. دا به هم وګورئ چې په فرانسه کې په قتل له یوه تورن افغان څخه تحقیقات کیږي. ایران اروپا ته خبرداری ورکړی او د انسان د پیدایښت په اړه مو له یوه نوي کشفه خبروو.
که څه هم د پلخمري اوسېدونکو د دغه ښار پر شااوخوا سیمو د طالبانو له برید وروسته عادي ژوند پیل کړی، خو لاهم د بیاځلي برید په اړه اندېښنه لري. د ازادي راډیو خبریال بشیر احمد غزالي پلخمري ښار ته تللی او د دغه ښار له وضعیتیې وېډیويي راپور چمتو کړی دی.
دغه خبره په ستراتېژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلې ده.
په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته له څلور اوونیو کم وخت پاتې، دغه سرچینه د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډیو ته وايي، امریکا غواړي د دغو ټاکنو د مخنیوي لپاره يوه اجماع رامنځته کړي.
په لومړي سقوط کې کندزیانو ته زیات ځاني او مالي زیانونه واوښتل، په دوهم سقوط کې چې د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر میاشت وه، د کندز ولایت سوداګریز نوم ته هم ستر زیان واوښت.
نوریه نجفي هغه افغانه مېرمن ده چې یو لاسيې نهشته او په پینګ پانګ لوبه کې اتلولي لري. نور حال د لېمه هادي په راپور کې.
ولې د افغان کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر لوبې د ټلوېزیون په پرده نهخپرېږي؟ دلایليې اورئ.
افغان چارواکي وايي، زابل او ارزګان کې ۱۴ وسله وال وژل شوي دي. په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال ویاند تورن احمد صادق عيسی ازادي راډیو ته وویل، دا وسله وال د زابل په شاه جوی او د ارزګان په چارچينو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بريدونو کې وژل شوي دي. هغه وویل، د زابل د شاه جوی ولسوالۍ د موسی زیو په سيمه د افغان ځواکونو په عملياتو کې ۷ تنه وسله وال وژل شوي او دوه نور مشکوک کسان نيول شوي دي. نوموړی همداراز وایي چې د ارزګان د چارچينو ولسوالۍ د تګاب او يومني په کليو کې هم د... Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف مسکو ته رسېدلی څو دغلته له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وګوري او په دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسئلو ورسره خبرې وکړي. جواد ظریف نن سهار مسکو ته له رسېدو سره سم خبریالانو ته وویل: د روسیې حکومت د ایران له اسلامي جمهوریت سره په سختو وختونو کې ودرېدلی او موږ به له شک پرته خپلو هغو دوستانو سره چې له موږ سره په سختو شرایطو کې ودرېدلي، ځانګړی چلند وکړو. جواد ظریف مسکو ته د یوه ایراني هیئت په مشرۍ تللی چې په کې د ایران د انرژۍ وزیر رضا ارداکانیان هم شامل دی. نوموړی... Читать дальше...
که څه هم د برښنا د لېږد ددغې شبکې کارونه ۹۰ سلنه پایته رسېدلي، خو دولتي مسؤلین او هغه کسان چې ددغې پروژې نظارت کوي، وايي چې لښکرګاه او کندهار ته د غځېدلي لین شبکه باید د ۵۲ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت ولري چې دمګړۍ ۳۰ میګاواټه هم نه شي لېږدولی، خو ولي؟
نیویارک ټایمز ورځپاڼه په خپله یوه وروستۍ ګڼه کې لیکي چې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو، د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو بهیر له ابهام سره مخامخ کړی دی.
د افغانستان د امنیتي سکټور مشرتابه په یوه ناسته کې د افغانستان د امنیتي وضعیت څېړنه وکړه. په هغه خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې، په کې راغلي چې دغه غونډه له غرمې وروسته د امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ وشوه چې د وضعیت د څېړنې تر څنګ په کندز او بغلان ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو د شنډولو او ماتولو ستاینه هم وشوه. په خبرپاڼه کې دغه شان راغلي چې په دغه ناسته کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو پر تدارکاتي ستونزو هم خبرې وشوې او په هواري یې ټینګار وشو. Читать дальше...
د بدخشان ولایت پخوانی ښاروال او د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان جنرال نذیر احمد د مقناطیسي ماین په یوې چاودنه کې ووژل شو. د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته وویل چې جنرال نذیر احمد چې د یکشنبې په ماښام یې غوښتل د فوټبال له لوبغالي د خپل کور په لور ولاړ شي، په نوي ښار کې یې پر موټر د ماین چاودنه وشوه چې په دغه پېښه کې دی او یو ساتونکی یې دواړه ووژل شول. په سیمه کې د ازادي راډیو د خبریال د معلوماتو له مخې، جنرال نذیر احمد دوه میاشتې مخکې د ښاروال په توګه خپله دنده پریښې وه.
د سولې ولسي حرکت د پکتیا ولایت له قومي مشرانو، مدني فعالانو او عامو خلکو سره غونډه وکړه. د دغه حرکت ویاند بسم الله وطندوست ازادي راډیو ته ویلي چې دغه غونډه د یکشنبې د ورځې په ماسپښین وشوه چې لسګونو کسانو په کې ګډون کړی و. د ښاغلي وطندوست په وینا، ګډنوالو پر یوه رښتینې سولې ټینګار کاوه، نه دا چې د یوې معاملې په ترڅ کې راشي او پایله یې بیا هم افغان وژنه وي. دی وایي: هغوی د غونډې پر مهال وویل چې مونږ ته معامله د منلو وړ نه ده، یو ځل د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال مونږ په یوه معامله کې ښکېل... Читать дальше...
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د یمن په جنوب لوېدیځ کې پر یو توقیف ځای هوايي بریدونه کړي چې له ۱۰۰ زیات کسان په کې وژل شوي دي. د دغې کمېټې په وینا، د تېرې ورځې د دې حملې ۴۰ تپیان په ذمار ښار کې روغتونونو ته انتقال شوي دي. د نړیوال سره صلیب د هیئت رئیس فرانس راوختن شتاین د سیمې تر کتنې وروسته چې لا هم د ژغورنې ټیم له خرابیو څخه مړي راویستل، په دې اړه خبرې وکړې. د یمن د حوثیانو ډله چې د ایران متحدین او د یمن د په رسمیت پېژندل شوي حکومت او سعودي عربستان په مشرۍ... Читать дальше...
په هانګ کانګ کې زرګونو لاریون کوونکو د لا زیاتې ډموکراسۍ لپاره د چین د پاملرنې راګرځولو په هدف چې د هغه هېواد له خوا اداره کېږي، تېره شپه د دغه ښار هوايي ډګر ته غځېدلې د موټرو او عامه ټرانسپورت لارې وتړلې. د دغه لاریون له امله پرون یکشنبه لس پروازه لغوه شول. دا لاریونونه د هانګ کانګ په مرکز کې لاریون کوونکو سره د پولیسو تر اخ او ډب وروسته وشول. په دغه اخ او ډب کې لاریون کوونکو له تیلي بمونو استفاده وکړه او ځيني ځایونه یې وسوځول. پولیسو هم د لاریون کوونکو په وړاندې له اوښکې بهوونکو ګازو او اوبو څخه کار واخیست. Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په محرم میاشت کې د شعیه ګانو د تکیه خانو او عبادت ځایونو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي.
د جرمني ولسمشر د پولنډ په ویلون ښار کې د تاریخ د خونړي ناورین له امله د دغه هېواد له خلکو بښنه وغوښته.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости