دولتي ځواکونو د غزني جغتو ولسوالي له طالبانو بېرته ونیوله
د افغانستان امنیتي سرچینې وایي، دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د غزني ولایت د جغتو ولسوالي د طالبانو له ولکې آزاده کړې ده. د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند نن (یکشنبه، وږي ۳۱مه) آزادۍ راډیو ته وویل، جغتو چې له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې وه، د پوځي عملیاتو په لړ کې بېرته د دولت لاسته ولوېده. هغه زیاته کړه: "د مبین په نوم د عملیاتو په ترڅ کې دښمن ته ډېر تلفات اوښتي چې دقیقه شمېره به یې وروسته خپره شي. د جغتو ولسوالۍ له آزادېدو سره مالستان، جاغوري، اجرستان او ناور ولسوالۍ هم د غزني له... Читать дальше...