عبدالله پر ولسمشر غنی د سوداګرو د ګواښلو تور پورې کړ
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کاندید عبدالله عبدالله وايي چې ولسمشر محمد اشرف غنی له دولتي امکاناتو د ټاکنیز کمپاین لپاره کار اخلی. خو ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي عبدالله ادعاوې بې بنسټه بولي.
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کاندید عبدالله عبدالله وايي چې ولسمشر محمد اشرف غنی له دولتي امکاناتو د ټاکنیز کمپاین لپاره کار اخلی. خو ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي عبدالله ادعاوې بې بنسټه بولي.
د افغانستان برښنا شرکت تایید کړې چې د دولت وسله والو مخالفینو د پلازمېنې کابل او ۱۱ نورو ولایتونو برېښنا پرې کړې ده. تراوسه چا د برښنا د ستنو الوزولو مسوولیت نه دی منلی، خو د بغلان چارواکي یې پړه پر طالبانو اچوي.
په ختیځ ولایت ننګرهار کې د یوه ډاکټر تر وژل کېدو وروسته، د افغانستان د طبي ټولنو فدراسیون له دولت څخه غواړي چې د ډاکټرانو د ژوند خوندي کولو لپاره لازم ګامونه پورته کړي.
په افغانستان د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، د ناامنۍ له امله د رأیه اچونې د سلګونو مرکزونو تړلي پاتې کېدل به، سلګونه زره کسان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له ګډونه محروم کړي.
محمد طاهر بشریار، په ۱۳۹۷ لمریزکال کې د کندهار پر لاره د سولې د ولسي حرکت له غړو سره یو ځای شو او تر کابل او نورو ولایتونو یې د دغه کاروان ملتیا وکړه. د دغې جایزې لپاره د نړۍ د۵۶ هېوادونو ۱۳۷ نجونې او هلکان نوماندان دي. د دغې جایزې ګټونکی د رو
د بادغیس د پستو محصولات به سږکال ۲۵ سلنه راکم شي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالتواب تایب نن ازادي راډيو ته وویل چې د پستې د محصولاتو د کمښت وجه د تېر کال وچکالي ده چې د پستې په ځنګلونو یې ناوړه اغېز کړی. ده وویل: د تېر کال کومې شمېرې چې مونږ وړاندې کړي، ۲۱ زره مټریک ټنه وو، خو سږکال به د پستې د محصولاتو کچه ۱۵ زره مټریک ټنه وي، خو د پستې د افتونو او ناروغۍ په تړاو کومه ستونزه موجوده نه ده. نوموړي وویل چې اوس مهال په بادغیس کې یوه کیلو پسته ۱۵۰۰ افغانۍ ده او بهر ته په صادرېدو سره یې ارزښت نور هم لوړېږي. Читать дальше...
د یوې تعدیل شوې هوکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې له دې وروسته به د کرومایټ ډبرې په هېواد کې دننه پروسس کېږي. د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیرې نرګس نهان وویل چې دغه قراردادونه د ۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت له پنځو شرکتونو سره شوي دي. د دغه وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو مرستیال ولي الله ځډراڼ نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغو هوکړه لیکونو په اساس د پانګه والو د هڅونې لپاره د شرکتونو د امتیازاتو حقوق له ۳۰ تر ۷ اعشاریه ۵ سلنې پورې کم شوي. ښاغلي ځډراڼ وویل چې د دغو شرکتونو څېړنې به تر یوې میاشتې... Читать дальше...
طالبان وايي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته یې د فعالیت د بیا پیلولو اجازه ورکړې ده. د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي وايي، په قطر کې د دې ډلې د سیاسي استازو او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ترمنځ په خبرو کې طالبانو له دې کمېټې سره خپله پخوانۍ ژمنه بېرته تازه کړه. طالبانو د سږ کال د حمل په ۲۲مه اعلان وکړ چې نور د سره صلیب نړیوالې کمېټې او نړیوال روغتیايي سازمان (ډبلیو. اېچ. او) ته اجازه نه ورکوي چې واکسین تطبیق کړي او نور طبي خدمات وړاندې کړي. د طالبانو له لوري د دغو ادارو د فعالیت د بندېدو له کبله د ګوزڼ پېښې ډېرې شوي دي. Читать дальше...
سټار ټریبیون ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې له طالبانو سره د امریکا د خبرو د لغوه کېدو په اړه لیکنه خپره کړې چې په یوه برخه کې یې لولو: له طالبانو سره په امریکا کې د خبرو لغوه کېدا تېروتنه نه وه، بلکې په امریکا کې د خبرو لپاره طالبانو ته بلنه تېروتنه وه.
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د سولې پروسې او د هغې د لغوه کېدو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړي دي.
په پاکستان کې د افغانستان د سفارت شارژدافير د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د سپټمبر په څوارلسمه په یوه بیان کې وویل چې د پاکستان پر پوځیانو چې د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله یې د اغزن سیم د لګولو کار کاوه، ډزې شوي او دوی یې په شدت غندي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان شارژدافیر ته یې خپل سخت اعتراض وړاندې کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې ډزو کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي او یو سخت زخمي شوی دی. ... Читать дальше...
د جرمني دفاع وزیرې خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل به دا هېواد د وسله والو طالبانو لاس ته ور واچوي. انګریت کرامپ کارنبور پرون د سپټمبر په څوارلسمه دا خبره کړې ده. هغه د جرمني د صدراعظمې انګیلا مېرکل د کریسشن ډموکرات ګوند مشري هم کوي. داسې اټکل کېږي چې د انګیلا مېرکل د صدارت د دورې تر پای ته رسېدو وروسته صدراعظمه وټاکل شي. د جرمني دفاع وزیرې د خپل ګوند د ښځو یوې غونډې ته ویلي: زما وېره دا ده چې که موږ په افغانستان کې له خپله مسؤلیته اوږې سپکې کړو، د ښځو د سنګسار او پانسۍ... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د سپټمبر په پنځلسمه د بنګله دېش له لوبډلې سره د شلو اورونو سیالي لري. دا سیالي په بنګله دېش کې کېږي. سیالي به د کابل په وخت د مازدیګر په پنځو بجو پیل شي. د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن مازیګر په پنځو بجو د بنلګه دېش په وړاندې میدان ته لاړ شي او د دې لپاره افغانستان لوبډله پوره تیاره ده. د درېيو هېوادونو، افغانستان، بنګله دېش او زیمبابوې د کرکټ دا سیالۍ د جمعې په ورځ پیل شوې دي. افغانستان پرون د زېمبابوې لوبډلې ته ماته ورکړه. Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د وسله والو په بریدونو کې ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي. د پاکستان پوځي مقامات ادعا کوي چې وسله والو افغان پولې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا په دوو قبایلي سیمو کې پر پاکستانیو پوځیانو بریدونه کړي او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ISPR د شنبې په ورځ په دې اړه په یوه خپور کړي بیان کې ویلي: د خیبر پښتونخوا په دیر سیمه کې افغان پولې ته څېرمه ۳ پاکستاني پوځیان هغه مهال د وسله والو ترهګرو په برید کې ووژل شول چې له افغانستان سره پر پوله د... Читать дальше...
د روسیې د اټمي انرژۍ د تولید لومړۍ بټۍ چې د بېړۍ په ډول جوړه شوې، خپل وروستي منزل ته ورسېده. دا اټمي بټۍ په اوبو کې تر تقریباً پنځه زره کلیومتره سفر وروسته چې درې اوونۍ وخت یې ونیو، پرون د سپټمبر په څوارلسمه د روسیې لرې ختیځ ته ورسېده. د روسیې د انرژۍ دولتي شرکت روس اتم، وویل چې اټمي بټۍ یې په ارکتیک کې د پیویک بندري ښار ته ورسېده. د ګرین سپېس په نوم نړیوالې ادارې چې د چاپېریال د خوندي ساتلو لپاره مبارزه کوي، د روسیې دا اټمي بټۍ په اوبو کې لاهو چرنوبېل بللې ده. خو روس اتم ویلي چې په سیمه... Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پاول وېلن په نوم د یوه امریکايي وګړي د توقیف په اړه په مسکو کې د امریکا د سفارت او د هغه د خور الزابټ وېلن انتقادونه رد کړل. پاول وېلن په روسیه کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی او زنداني دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون د سپټمبر په څوارلسمه په یوه بیان کې چې پر ټوېټر خپور شوی، ویلي چې د امریکا د سفارت او د وېلن د خور ادعا چې د وېلن توقیف غیر قانوني کار دی، سمه نه ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا ناسم معلومات دي. د امریکا سفارت په یوه بیان کې د وېلن د... Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د انتخاباتو په ورځ به د ښځو لپاره د رأیې اچولو په مرکزونو کې ښځې کار کوي، نو د عکس اخیستلو اندېښنه ځای نه لري.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، دوی اوس تأییدولی شي چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله په پرتو سیمو کې په پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ایران د سعودي عربستان د تېلو د تولید پر تاسیساتو د لسو بې پېلوټه الوتکو د بریدونو په خاطر ملامت کړ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости