Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2019

Новости за 16.09.2019

د امنیتي ځواکونو په تړاو د حکمتیار څرګندونو ته د ولسمشر غني غبرګون

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د حزب اسلامي د رهبر ګلبدین حکمتیار څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، ددغه هېواد سرتېري په رضاکارانه ډول او له کوم جبر پرته د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لېکو سره یو ځای شوي دي.

د افغانستان یو شمېر پخوانیو والیانو د سولې هڅو بیا پیلېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پخوانیو والیانو ټولنې ددغه هېواد له حکومت، طالبانو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د سولې خبرې له سره پیل کړي. په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر نن ځینو اروپايي سفیرانو سره کتلي او د افغانستان د سولې پر راتلونکو ګامونو یې خبرې کړې دي.

د صحرا کریمي فلم، حوا، مریم او عایشه!

Pa.azadiradio.com 

دا فلم په ایټالیا کې د "ونیز" جشنوارې تر ټولو غوره داستاني فېلمونو ته نوماند دی. په دغه فلم کې د افغان ښځو د ژوند بېلابېل اړخونه انځور شوي دي. شفیع کریمي د دغه فلم نندارې ته تللی او دا راپور یې برابر کړی.



د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي هيڅوک حق نه لري له افغانانو د رایې ورکولو حق واخلي. امریکا وايي که په سعودي د وروستي برید د عامل په اړه ډاډ ترلاسه کړي پوځي ګام اخلي. د ایران، ترکیې او روسیې ولسمشران په سوریې او سیمې خبرې کوي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

"ناټو ځواکونه به د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت ساتلو کې مرسته وکړي"

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو رانزدې کېدو سره، د ناټو چارواکي وایي چې نړیوال ځواکونه به د ټاکنو د امنیت په ټینګولو کې د دولتي ځواکونو مرسته وکړي. د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ناټو له همکارۍ سره به د ټاکنو امنیت لا ډاډمن شي.

د زوی د زده کړو لپاره ستړې مور

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان په ولایت کې یوه نهه کسیزه کورنۍ چې، سرپرست یې جنګونو ترې اخیستی، خپل یوازینی زوی ښوونځي ته لیږي چې، په راتلونکی کې قلم پورته کړي نه ټوپک . تفصیل د شریف اله شرافت په راپور کې.

غزني کې د محصلانو پر موټر چاودنې یو کس وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په جنوبي ولایت غزني کې چارواکي وايي، د غزني د تخنیکي او مسلکي انسټټیوټ د محصلینو پر موټر د ماین چاودنې یو کس وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. چارواکی وایي چې چاودنه د قلعه جوز په سیمه کې داسې مهال شوې چې ددغه انسټټیوټ ښځینه او نارینه محصلان نن (دوشنبه، وږي ۲۵مه) شاوخوا ۱۲ بجې د غزني ښار پر لور روان وو. ددغه انسټټیوټ آمر نعمت الله مومند په چاودنه کې د پنځو نارینه محصلینو ټپي کېدل او د یوه کس وژل کېدل تاییدوي. په سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل، ماین له وړاندې په موټر کې د ډرېور تر څوکۍ لاندې ځای پرځای شوی و. Читать дальше...

یوناما: د خلکو د رأیې حق خوندي کولو لپاره دې ټولې هڅې وشي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په دغه هېواد کې له راروانو ولسمشریزو انتخاباتو بشپړ ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې د خلکو د رأیه ورکولو حق خوندیتوب لپاره باید ټولې هڅې وشي. یوناما د دوشنبې په ورځ (وږي ۲۵مه) په خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، هیڅوک حق نه لري چې د رأیه ورکولو لپاره راجسټر شويو افغانانو څخه د رأیې حق واخلي. یوناما په افغانستان کې د رڼو او عادلانه ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کړی او د افغانستان له ټاکنیزو کمیسیونونو، مدني ټولنو، نوماندانو او نورو ټولو ښکېلو... Читать дальше...



په لوګر کې پر یوه ښوونځي په برید کې یوه زده کوونکې ووژل شوه

Pa.azadiradio.com 

له لوګر ولایت څخه ورکړل شوي راپورنه وايي، د محمد اغې په ولسوالۍ کې د نجونو لېسې ته نږدې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې یوه ماشومه زده کوونکې وژل شوې او یوه بله سخته ټپي شوې ده. د لوګر د پوهنې ریاست په یو بیان کې ویلي، دا زده کوونکې نن د لس بجو په شااوخوا کې هغه مهال په مرمیو ولګېدې چې په یوه خېمه کې په درس ویلو بوختې وي او د ښوونځي په سل مترۍ کې یې د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه. د لوګر د پوهنې د ریاست چارواکي په دې نښته کې د وژل شوې زده کوونکې نوم... Читать дальше...

د ترکیې، ایران او روسیې ولسمشران انقره کې پر سوریې غږېږي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په انقره کې د حسن روحاني او ولادیمیر پوتین خپلو ایراني او روسي سیالانو کوربه دی. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې تمه ده چې اردوغان، روحاني او پوتین په ادلب کې د سوریې حکومت د پرمختګ په اړه خبرې وکړي. ادلب د سوریې په شمال لویدیځ کې د حکومت ضد اورپکو وروستۍ اډه بلل کېږي. روسیې او ترکیې تېر کال په ادلب کې د امن سیمې پر جوړلو هوکړه کړې وه تر څو ادلب د سوریې حکومت له عملیاتو خوندي پاتې شي. له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې دا د سوریې د جګړې په اړه د یادو درېیو هیوادونو د مشرانو پنځمه ناسته ده. Читать дальше...

ډونالد ټرمپ: چمتو یو د عربستان پر نفتي تاسیساتو برید تلافي کړو

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو تر برید وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، هېواد یې چمتو دی داسې اقدامات وکړي چې دغه برید تلافي کړي. د تېرې شنبې ورځې برید له امله د سعودي عربستان د نفتو د تولید کچه نیم په نیمه راښکته شوې ده. ولسمشر ټرمپ پرون پر خپلې ټویټرپاڼې ولیکل:" د سعودي عربستان د نفتو پر تاسیساتو برید شوی، دلیل شته چې باور وکړو ګرم څوک دی، په تمه یو چې له سعودي عربستان څخه یې واورو چې په باور یې دا حمله به چا کړې وي او دا چې تر کومو شرایطو لاندې اقدام کولی شي. " د سعودي عربستان... Читать дальше...

په فراه کې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په فراه ولایت کې د سړک غاړې د یو ماین په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي دي. د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب ازادي راډیو ته ویلي چې ماین د یکشنبې په ورځ د شېخ کارېز په سیمه کې د ملکي کسانو په یوه موټر الوتی دی. دی وایي: پنځه تنه ښځې او ماشومان چې په یو موټر کې سپاره وو، د شېخ کارېز په سیمه کې د ماین په یوې چاودنه کې چې د طالبانو له لوري خښ شوی و، ووژل شول. ښاغلي محب وویل چې په همدې سیمه کې بیا له طالبانو سره په یوې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. د... Читать дальше...

په پکتیا کې ۲ وسله وال د خپل راکټ د مرمۍ د چاودنې له امله وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې دوه تنه وسله وال مخالفین د خپل راکټ د مرمۍ د چاودنې له امله ووژل شول. د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې پېښه تېر ماسختن مهال د احمد ابا ولسوالۍ اړوند زرګل سیمه کې په وسله والو مخالفینو د راکټ د مرمۍ د انفجار له امله رامنځته شوې چې دوه تنه پکې وژل شوي دي.  دی وایي، وژل شوي وسله وال د کندهار ولایت اوسېدونکي وو. تر اوسه کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د هلمند په باباجي سيمه کې يو منځنی ښوونځی سوځېدلی

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د مرکز لښکرګاه اړوند په باباجي سيمه کې يو منځنی ښوونځی سوځېدلی دی. د سيمي خلک وايي، ښوونځی په مکمل ډول سوځېدلی دی. د هلمند د پوهني رياست هم مني چي د باباجي د سيمې اړوند د کرغجد اوليا په نوم ښونځی سوځېدلی دی، خو علت يې معلوم نه دی. ښوونځی برښنا نه لري او نه د اورلګېدنې کومې سيمې ته نږدی دی. د پوليسو يوې سرچينې ازادي راډيو ته ويلي چې د ښوونځي د ادارې له خوا د مچیو ځالې ته اور اچول شوی چې وروسته اور پراخه شوی او ښوونځی سوځېدلی دی. د پوهنې رياست وايي، په دې اړه پلټنې کوي. دا په داسې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Виктор Цой

«Я жертва, пострадавшая». Полина Гагарина выступила с громким заявлением. Фигурируют Цой и Кормухина





Rss.plus
Анастасия Заворотнюк

Младшая дочь Заворотнюк пришла на ее могилу с отцом Чернышевым




Ленинский округ вновь присоединился к фестивалю «Город танцует в парках»

Временный запрет на поездки на электросамокатах введут в шести районах Петербурга

Московская полиция оказалась против флага России

В Евпатории появится уютный жилой квартал "Кубики"




ټرمپ له ایران سره بې قید او شرطه خبرو ته د تمایل څرګندونې رد کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر د یو شمېر امریکايي چارواکو دا څرګندونې رد کړې چې ډونالد ټرمپ له کوم شرط پرته د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره لیدو ته تمایل ښودلی دی. ډونالد ټرمپ په خپل یو ټوېټ کې لیکلي: جعلي خبرونه وايي چې ما له کوم قید او شرط پرته له ایرن سره لیدو ته تمایل ښودلی، خو دا څرګندونې ناسمې دي. د امریکا ولسمشر دا ټوېټ د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو تر برید یوه ورځ ورسته کړی دی. تر دغې حملې وروسته چې مسؤلیت یې یمني حوثیانو په ځان ومانه، امریکا ایران ته د شک په سترګه ګوري. ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د جولای... Читать дальше...

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بنګله دېش ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پرون شپه بنګله دېش ته په یوه شل اوریزه لوبه کې ماته ورکړه. دا لوبه د بنګله دېش په پلازمېنې ډاکه کې وشوه چې افغانستان پکې ۱۶۴ منډې وکړې او د بنګله دېش ټول لوبغاړي یې په ۱۳۹ منډو وسوځول. د افغان لوبډلې کپټان راشد خان د لوبې په اړه وویل: تر ۱۶۰ زیاتې منډې جوړول تل سخت کار وي، خو په بنګله دېش کې تل داسې کېږي، یا به اول کار باسي، یا منځ کې او یا هم په پای کې، نو تل باید ذهناً د دې شرایطو لپاره اماده اوسې، اصل کار زموږ مشرانو لوبغاړو محمد نبي او اصغر وکړ، دوی مسؤلیت ومانه او تر پایه ولوبېدل. Читать дальше...

د افغانستان جمهوري ریاست د عبدالله عبدالله وروستۍ څرګندونې رد کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهوري ریاست د دغه هېواد د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو، ولسمشر اشرف غني په انتخاباتي چارو کې لاسوهنه کوي او په خپل کمپاین کې دولتي امکانات کاروي. د ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې پرون مازیګر راغلي چې ولسمشر غني د اساسي قانون له مخې په اجرائیوي، قضايي او تقنیني برخو کې د خپل صلاحیت له مخې اجرات کوي. د ارګ ماڼۍ دا بیان وروسته تر هغه خپور شو چې د افغانستان اجرائیه رئیس او ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید عبدالله عبدالله پرون په یوه غونډه کې ولسمشر غني تورن کړ چې انتخاباتي... Читать дальше...

د تونس خلکو د دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته

Pa.azadiradio.com 

د تونس خلکو پرون د دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته. دا له ۲۰۱۱ کاله چې د عرب پسرلی بلل کېږي، په تونس کې د ولسمشرۍ دوهمې ټاکنې دي. پرون له دې چې ویل کېږي کمو خلکو رایه ورکړې، اندېښنې پیدا شوې. رسنیزه څېره نبیل کرويي، د اسلامپاله ګوند مشر عبدالفتاح مورو او صدراعظم یوسف چاهد د ولسمشرۍ ټاکنو درې اصلي کاندیدان وو چې پرون خلکو رایه ورکړي. ویل کېږي چې یوازې ۲۸ فیصده د رایې ورکونې په شرایطو برابرو کسانو رایه کارولې ده. د ټاکنو لومړنۍ پایلې تر بېګاه ناوخته هم نه وې معلومې.



Москва

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Евгений Маргулис

«Пензенский Майкл Джексон»: Тимур Родригез стал героем шоу Квартирник НТВ у Маргулиса




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

Чемпионат по служебному биатлону состоялся в столичном главке Росгвардии

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80


Даниил Медведев

Российские ракетки сообразили на троих // Даниил Медведев, Мирра Андреева и Элина Аванесян дружно вышли в 1/8 финала теннисного Roland Garros



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Здоровье

Вкусно и полезно: лучшие сезонные фрукты и ягоды, которые стоит включить в рацион летом, чтобы получить витаминный заряд



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России